لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان اورکزوسیمه کې 37 جنگيالي او 9 عسکر وژل شوي


<!-- IMAGE -->

دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او جنگيالو ترمينځ نښته کې لږ ترلږه 37 تندلاري او 9 عسکر وژل شوي دي.
دغه نښتې وروستو له هغې شوي چې اوړمه ورځ دپاکستان امنيتي ځواکونو ادعا کړې وه چې په اورکزو ايجنسۍ کې يې دتندلارو په مهم مرکز ډبورۍ قبضه کړې ده.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دگل په ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونه دپرمختگ په حال کې ؤ چې په دغه مهال تندلارو دهغوي په گڼ شمير امنيتي پوستو بريدونه وکړل، په دغو بريدونو کې 9 عسکر وژل شوي او 5 ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې په وژل شوؤ عسکرو کې دوه پوځي افسران هم شامل دي.
دامنيتي ځواکونو سرچينې وائي دتندلارو لخوا دترسره شوؤ بريدونو په ځواب کې امنيتي ځواکونو هم په سيمه کې دموجودو جنگيالو په ضد چټک عمليات ترسره کړي او په دغو عملياتو کې لږ ترلږه 37 تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې 16 جنگيالي ژوبل شوي هم دي.
امنيتي ځواکونه دا مهال دمتني ميلې څخه تاؤ شوي او دغلته يې بهر څخه راتلونکې او وتونکې ټولې لارې تړلي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې دتيرو دوه نيمو مياشتو راهسې دپاکستان امنيتي ځواکونو په نااعلانه ډول دتندلارو په ضد وروستو له هغې عمليات پيل کړي دي چې وويل شول په جنوبي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دپاکستاني پوځ لخوا دعملياتو پيل کيدو له امله گڼ شمير طالب جنگيالي اورکزو ايجنسۍ کې پټ شوې دي.
اورکزۍ دپاکستان هاغه يواځينۍ قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره پوله نۀ لري خو دغه قبائيلي سيمه دافغانستان دپولې سره پيوست دخيبرايجنسۍ سره گډې پولې لري او دا مهال په خيبرايجنسۍ کې دتندلارو يو شمير ډلې هم فعاليتونه کوي.
همدغه راز داورکزو يو سر دهنگو سيمې سره لگيدلى چې هنگو بيا دقبائيلي ايجنسۍ کرمې سره جوخت دى او دغلته هم وخت په وخت دتندلارو له لوري دورانکارۍ دفعاليتونو راپورونه ترلاسه کيږي.

XS
SM
MD
LG