لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هيلري کلنټن:ځينې پاکستاني چارواکي پوهيږي چې اسامه چرته دى


<!-- IMAGE -->

دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سي بي ايس ټي وي سره په يوه مرکه کې وئيلي دي دپاکستان په انتظاميه کې موجود ځينې عناصرو ته دالقاعده دمشر اسامه بن لادن او طالبانو دمشر ملا عمر په هکله دهغې څخه زيات معلومات دي څومره چې يې امريکا سره دي.
هيلري دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې په تيرو ورځو کې دامريکا دنيويارک ښار په ټائمز سکوئر کې ديو ناکامه بمي بريد په شا امريکائي چارواکو پاکستاني طالبان تورن کړي دي.
هيلري کلنټن وويل هغې دلوړپوړو پاکستاني چارواکوپه هکله نۀ بلکې دټيټې کچې دمامورينوپه هکله باور لري چې ورته معلومه ده اسامه بن لادن او دافغان طالبانو مشران ملا عمر چرته دي.
هغې وويل مونږ دهاغو کسانو چې په يوولسم ستمبر يې په مونږ بريدونه کړي وؤ دهغوي دوژلو، محکمې ته د راکش کولو په هکله دنورې همکارۍ هيله هم لرو.
دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې داسلام اباددلوري دهمکارۍ په اړه هيلري ومنله چې اوس ددغه جگړې په هکله همکارۍ کې دپاکستان چارواکو له لوري ستر بدلون رامينځته شوى خو وې ويل مونږ په دغه هکله دنورو گامونو هيله هم لرو.
داسلام اباد له لوري داسامه بن لادن او دهغه دمرستيال ايمن الظواهري دنيونې په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې هيلري کلنټن وويل په دغه هکله هغه دپاکستاني حکومت دگامونو پلوي ده.
هغې وويل پاکستان دخپل هيواد دننه دپټو ترهه گرو دله مينځه وړلو لپاره کوټلي گامونه اخستي دي.
هيلري کلنټن دغه څرگندونې په داسې حال کې کړيدي چې دامريکا داټارني جنرل ايرک هولډر په گډون گڼو چارواکو وئيلي دي هغوي ته نور داسې ثبوتونه هم په لاس ورغلي چې ترې ثابتيږي پاکستاني طالبان دنيويارک دناکامه بمي بريد په شا ولاړؤؤ.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک تيره ورځ خبريالانو ته ويلي وؤ پاکستان دامريکالۀ لوري دلگول شوؤهغو تورونو پلټنې کوي چې گنې فيصل شهزاد دپاکستاني طالبانوسره تړاو لري اؤ دبمونو جوړولو هنريې په وزيرستان کې زده کړى دى

XS
SM
MD
LG