لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن: حامد کرزى  هيلري کلنټن سره ويني


واشنگټن: حامد کرزى  هيلري کلنټن سره ويني
واشنگټن: حامد کرزى  هيلري کلنټن سره ويني
<!-- IMAGE -->

د افغانستان صدر حامدکرزى به د نهې په ورځ په واشنگټن کې دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره ويني.
هيله کيږي په دغه ليدنه کې به افغان جمهور رئيس دهاغه تاؤ تريخوالي دختمولو هڅه وکړي چې دغربي هيوادونو په تگلارو دښاغلي کرزي د وروستيو نيوکولۀ امله رامينځته شوى دى.
حامدکرزى دخپلې کابينې ديوشميرغړو سره تيره ورځ دامريکا په څلور ورځني سفر واشنگټن ته رسيدلى ؤاؤ دگل په ماسخوتن دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دهغه په درناوى کې ديوې ميلمستيا تابيا هم کړې وه.
دشورو په ورځ به ښاغلى کرزى دامريکا دجمهور رئيس براک اوباما اؤ مرستيال جمهور رئيس جوبائيډن سره هم ليدنې ترسره کوي.
دسپينې ماڼۍ د وينا لۀ مخې په دغوليدنو کې به افغانستان کې دامنيت په وضعه،انتظامي چارو اؤ هاغو هڅو خبرې کيږي چې حامدکرزى يې پخپل هيواد کې د درغليو دمخنيوي اؤ دامن پلوي طالب ياغيانوسره د روغې جوړې دپاره کوي.
دامريکايي چارواکوسره به دکرزى په ليدنوکې دامريکااؤ ناټولۀ لوري دافغاني پوځ په تربيت اؤ په افغانستان کې قضايي محکمو په پياوړتياهم خبرې کولى شي.
حامدکرزى اؤ دهغه دکابينې غړي به دامريکايي کانگريس دغړو سره هم ليدنې کوي.
حامد کرزي واشنگټن ته دغه سفر په داسې حال کې کړى دى چې دتيرکال داگست په مياشت کې په افغانستان کې په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دشوې ټگۍ په موضوع دکرزي په بيانونو امريکائي چارواکي سخت خوابدي شوي وؤ.
کرزي تور لگولى ؤ چې په ټولټاکنو کې د ملگرو ملتونو استازي لاسوهنه کوله.
هغه دا هم وئيلي ؤ چې که بهرنيان په افغانستان کې دمداخلې څخه لاس وانۀ خلي نو بيا به هغه دطالبانو په ليکه کې شامل شي.
دسپينې ماڼۍ وياند دافغان جمهوررئيس له لوري په ملگرو ملتونو او نورو بهرنيو قوتونو افغانستان کې دلاسوهنې تور رد کړى ؤ او وئيلي يې ؤ که چرې کرزي ددغه رقم سرغړونو څخه لاس وانۀ خستو نو امريکا ته دهغه راتلونکى سفر ځنډول کيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG