لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان او د هند بهرني چارو وزیران به جولایي کې ویني


د پاکستان او د هند بهرني چارو وزیران به جولایي کې ویني
<!-- IMAGE -->

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي چې د هند د بهرنيوچارو وزيرايس ايم کرشنا به جولایی ١٥مه نېټه د اسلام اباد سفر کوي.
د مطبوعاتی کانفرنس نه وړاندې ښاغلی قریشي خپل هندی سیال دبهرنيوچارو وزيرايس ايم کرشنا سره په ټېلفون خبرې اترې کړي دي او ښاغلي کرشنا ته د پاکستان سفر بلنه ورکړه چې هغه قبوله کړه. پاکستان او هند ترمنځ د خبرو اترو لړۍ هغه وخت ودریدله چې د هند په ممبۍ ښار کې د ترهگریزو بریدونو دپاکستان اؤ هند ترمينځ دهراړخيزو خبرولړۍ د کال 2008م کې دهندپه ممبۍ ښارکې دترسره شوؤ هاغوبريدونو وروستو ودريدلې وه په کې يوازينى ژوندى پاتې شوى بريدکوونکى اجمل قصاب دپاکستان وگړى ثابت شواؤ دپلټنوپه اساس وويل شول چې ددغه ترهگريزوبريدونوپلان په پاکستان کې تيار شوى. اجمل قصاب ته دهند په محکمه کې دمرگ سزا اورول شوې ده اؤ په دغه ترهگريزپلان کې دلاس لرنې په تور دپاکستان په محکمه کې هم مقدمې روانې دي
د پاکستان د پاکستان دبهرنيوچارو دوزارت دسرچينولۀ مخې په ټيليفوني خبروکې شاه محمودقريشي په خپل هندي سيال ټينگار وکړوچې په دواړو هيوادونو کې دامن اؤ ثبات ټينگښت دخبرو لۀ لارې ممکن دى ځکه نو بايد زرترزره هراړخيزې خبرې پيل کړل شي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير وويل کۀ چرې د دواړو هيوادونوترمينځ دخبرو لړۍ ولاړه وي نو ددې څخه به گټه ترهگرپورته کوي.
دنيم ساعت په دغوخبرو کې دامن دپاره دخبرو پيل کولوپه اړه په بيلابيلو وړانديزونواؤ په بهوټان کې دسارک دسرټولنې په مهال د دواړو هيوادونو ترمينځ دشوؤ پريکړو په عملي کولو هم خبرې وشوې.
شاه محمود قريشي وويل ترهگري يوه گډه ستونزه ده اؤ دهغې دلۀ مينځه وړلو دپاره بايد په گډه کاروکړل شي.
دهغه ويناوه چې کۀ چرې هنداؤ پاکستان پخپلو کې نښتي وي نوددې گټه به ترهگرو ته رسيږي.
سرچينووويل په خبرو کې دپاکستان دبهرنيوچارو وزير ايس ايم کرشنا ته دپاکستان دسفربلنه ورکړه چې هغه ومنله اؤ پريکړه وشوه چې ښاغلى کرشنا به په 15جولايي اسلام اباد ځي.
وروسته دهند دبهرنيوچارو وزيرايس ايم کرشنا خبريالانو سره په خبرو کې په 15جولايي دپاکستان دسفرپخلى وکړو اؤ وئ ويل د سارک سرټولنې په مهال ددواړو هيوادونوترمينځ شوؤ خبروکې په دې خبره صلاح راغلې وه چې دبهرنيو چارو د وزيرانو په کچ خبرې پيل کيدل پکار دي.
هغه هيله څرگنده کړه چې په اسلام ابادکې کيدونکې خبرې به گټورې ثابت شي اؤ ددواړوملکونو يوبل ته په جوختولوکې به مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG