لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: پرله پسې د ډرون بريدونو٢١ جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکو پرله پسې په بريدونو کې لږ ترلږه 21 تندلاري وژل شوي اؤ گڼ شميرنور ژوبل شوي دي.
دغه بريدونه د نهې په ماښام او سحر دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه څخه 30 کيلوميټره وراخوا دافغانستان دپولې سره جوخت په دته خيل سيمه کې دتندلارو په يو گاډي اؤ ودانۍ ترسره شوي دي.
د سيمې نه سرچينو ډيوه راډيو ته وويلي د ماښام په وخت په بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان او د سحر د وخت په بریدونو کې ١۴ وژل شوي او دغه کسان دسيمې ديو تندروه مذهبي کمانډر حافظ گل بهادردډلې سره تړاؤ لري.
حافظ گل بهادر په افغانستان کې دياغي طالبانو يومهم ائتلافي گڼل کيږي.
سرچينو وويل امريکايي ډرون الوتکو د دته خيل په ډوگ مداخيل سيمه کې دتندلارو په گاډي درې ميزائيل وداغل چې پکې يو شميرتندلاري ووژل شول کله چې دوژل شوؤ اؤ ژوبلو کسانو دمرستې دپاره نورتندلاري دغلته ورغونډ شول نوپه دغه مهال د ډرون الوتکې څخه په هغوئ يو بل بريد هم وشو.
په دغه بريدکې بې پيلوټه امريکايي الوتکو څخه شپږ ميزائيل داغل شوي دي.
سرچينو وويل په دغه مهال د ډرون الوتکو څخه په نورو بيلابيلو سيموهم 9 ميزائيل داغل شوي چې ځينې پکې په کورونو هم لگيدلي دي.
د18ؤ ميزائيلو په دغو بريدونو کې ټول په ټوله 14 کسان وژل شوي اؤ څلور ژوبل شوي دي.
خونۀ ده په ډاگه شوي چې په وژل شوؤ کې دطالبانويا القاعده کوم لوړپوړي کمانډران هم شامل دي کۀ نه؟.
بايد وويل شي ددغه بريدونو څخه يوازې دوه ورځې دمخه هم ددته خيل په اينځرکڅ کلي کې دتندلاروپه يوه ودانۍ دډرون بريدکې کې 10جنگيالي وژل شوي وؤ.
په شمالي وزيرستان کې د ډرون بريدونو په لړۍ کې دغه چټکتيا وروسته له هغې ليدل کيږي چې تيره اوونۍ دامريکا په نيويارک ښارکې دټائمزسکوائر په ناکامه بمي بريدکې پاکستاني نژاده امريکايي وگړى فيصل شهزاد ونيول شو اؤ هغۀ نۀ يوازې دټائمزسکوائرپه پيښه کې دککړتيا تور ومنلوبلکې دا اعتراف يې هم وکړو چې دبمونو جوړولو هنريې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دطالبانوڅخه زده کړى دى.
دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې تير کال دپاکستان دپوځ لخوا دعملياتو پيل کيدو وروستو په ګڼ شمير کې جنګيالي نزدې شمالي وزيرستان او اورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي دي اؤ په شمالي وزيرستان کې په دې نزدې وختونوکې دپټوترهگرو په ضد د ډرون بريدونو لړۍ چټک کړل شوې ده.
اوړمه ورځ ميډيا داسې راپورونه هم خپارۀ کړي وؤ چې امريکايي چارواکو په پاکستان شمالي وزيرستان کې دپټو تندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو دپاره فشار سيواکړى دى.

XS
SM
MD
LG