لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هیلري کلټن افغانستان سره د اوږد مهاله همکارۍ ژمنه کړې


هیلري کلټن افغانستان سره د اوږد مهاله همکارۍ ژمنه کړې
<!-- IMAGE -->

د امریکې خارجه وزیرې هیلري افغانستان سره دخپلو کړکیچنوتعلقاتو ښه کولو په ترڅ کې ویلې چې واشنگټن به افغانستان نه هیروي او تر اوږدې مودې پورې به ورسره مرسته او همکاري جاري ساتي.
د امریکا په سفر د افغانستان صدر حامد کرزۍ سره د نهې په ورځ سرښار واشنگټن کې د خبرو شورو کولو په وخت هیلري کلنټن وویل چې امریکا به د امنیت او پرمختگ د پاره افغانستان سره خپلو ژمنو ته تر هاغه وخت دوام ورکوي ترڅو چې اخیرې جنگیالي هم وسله د لاسه نه وي غوځولي.
امریکا د افغانستان په حکومت کې د بډو رشوتونو یا د ادارې فساد په اوچت اواز غندنه کوي او افغانستان د امریکې په مشرۍ کې د نړي وال پوځي ایتلاف نه په عملیاتو کې د ملکي تنانو په وژل کیدوباندې گلې کوي.
په ورستي وخت کې د امریکا او افغانستان په منځ کې په ځیني نقاتو د اختلافاتو رامنځته کیدو په حقله وینا کې میرمن کلنټن وویل چې ددوو خپل واکه هیوادونونه دا توقع نشې کیدی چې په هره خبره به دیوبل سره اتفاق لري.
هغې وویل چې په ځینې خبرو اتفاق نه لرل د بامعنې مزاکراتو د پاره هم ضروري وي. په حقله حامد کرزي وویل چې اختلافات د پخې ملگرتبا نخښه ده.
حامد کرزۍ په افغانستان کې د تعلیم، امنیت او د بنیادي سهولتونو په برابرولو کې د امریکې مالي مرستې او د امریکائې ځواکونو په قربانیو د میرمن کلنټن شکریه ادا کړه.
حامد کرزۍ افغانستان کې د امریکائې ځواکونو مشر سټینلی مک کرسټل هم شکریه ادا کړه او وې ویل چې هغه په پوځي عملیاتو کې ملکې تنان د وژل کیدونه بچ ساتلو د پاره کوټلي گامونه پورته کړې دي.
حامد کرزۍ، چې د سره د خپلې کابینې تردولسوپورې غړو د امرېکې په سفر دی، د شورو په ورځ به د امریکې صدر باراک اوبامه او نائب صدر جو بائیډن سره لیده کاته کوي.

XS
SM
MD
LG