لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لېبېا کې د مسافرو الوتکه غورځیدلو له امله 103 مړه


لېبېا کې د مسافرو الوتکه غورځیدلو له امله 103 مړه

<!-- IMAGE -->

د لېبېا د مسافرو یوه الوتکه په پایه تخت طرابلس کې غورځېدلې ده چې ورکې ناست 103 کسان مړه شوي دي.
د لېبېا امنیتي چارواکو ویلي د افریقا ائرویز یوه الوتکه د شورو په سحر په هوایي ډگر د کېنستو په وخت ورځېدلې ده.
دغه الوتکه د سویلي افریقې جوهانسبرگ ښار نه طرابلس ته روانه وه.
ایربس 330 مسافري الوتکې د غورځیدو په دغه پېښه کې چارواکو یواځې د یو اته کلن ماشوم د ژوندی پاتې کېدو پخلې کړی دی.
د لېبېا د مواصلاتو وزیر محمد علی زیدن ویلي د 96 کسانو مړي ملاؤ شوي دي.
ښاغلي زیدن په دغه پېښه کې د ترهگرۍ کوم امکان رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG