لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډ یموکریټ سېنېټرانو دپاکستاني طالبانو د ترهگر گرځولو غوښتنه کړی


ډ یموکریټ سېنېټرانو دپاکستاني طالبانو د ترهگر گرځولو غوښتنه کړی
ډ یموکریټ سېنېټرانو دپاکستاني طالبانو د ترهگر گرځولو غوښتنه کړی
<!-- IMAGE -->

په واشنگټن کې دډيموکريټ پارټۍ سينيټرانو يوې ډلې خارجه محکمې څخه غوښتنه کړې ده چې پاکستاني طالبان دې غيرملکي ترهگر تنظيم وگرځول شي.
دغه غوښتنه دنيويارک ټائمز اسکوائر موټري بم چاؤدنې دناکامه هڅې هڅې کوونکي فيصل شهزاد تربيت او مالي مدد کې داوباما انتظاميې لخوا پاکستاني طالبانو دککړولو څخه وروستو شوې ده.
دنيويارک څخه ډيموکريټک سينيټر، چارلز شوُمر خبريالانو ته وئيلي زياترو امريکايانو ته معلومه ده چې امريکا په افغانستان کې دطالبانو سره جگړه کوي خو دمئ په لمړۍ نيټه دنيويارک ښار ټائمز سکوائر کې دناکامه موټري بم هڅې امريکايان ددغه خطرې څخه چمتو کړي چې پاکستان کې دطالبانو ديو شان خيال لرونکو ډلو لخوا ده.
پاکستاني طالبان دډيرې مودې څخه په سيمه کې اولسي وگړي وژني او امريکائي گټو ته زيانونه رسوي خو شومر وويل هغوي دامريکا په خاوره پخپلو هدفونو هم نظر ساتلى دى.
هغوي په ښکاره ډول دامريکايانو دوژلو دارادې څرگندونه کړي او په تيرو ورځو کې مخې ته راغلې يوه ويډيو کې تندلارو دامريکائي سينيټرانو مرکزي هدف جوړولو اراده څرگنده کړې وه.
سينيټر شومر او څلورو نورو ډيموکريټک سينيټرانويو خط دامريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن ته ليږلى چې پکې هغې ته وئيل شوي انتظاميه دې دغه ډله غيرملکي ترهه گريزتنظيم وگرځوي چې ورسره به دترهه گرۍ مخنيوي دگامونو لړۍ ته وده ترلاسه شي.
په دغه فهرست کې دکوم تنظيم شاملولو سره امريکا ته دهغوي د اثاثو کنگل کولو، دهغوي دماليتونو کټ کولو او دتنظيم دمالي مرستې کوونکو کسانو خلاف دقانوني کارروايۍ کولو اجازه ترلاسه کيږي.
بل لوري ته دخارجه محکمې وياند پي جى کراؤلي تصديق کړى دى چې خارجه محکمې دپاکستاني طالبانو غيرملکي ترهه گرو تنظيمونو په فهرست کې شاملولو باندې غور کوي.
دا مهال 45 تنظيمونه غيرملکي ترهه گريزو ډلو کې شامل دي چې پکې القاعده، ريئل ائري ري پبلکن ارمي او حماس شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG