لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما او کرزي د مظبوط افغانستان لپاره ژمنې یوځل بیا تکرار کړي


اوباما او کرزي د مظبوط افغانستان لپاره ژمنې یوځل بیا تکرار کړي
اوباما او کرزي د مظبوط افغانستان لپاره ژمنې یوځل بیا تکرار کړي

<!-- IMAGE -->

د امریکې صدر براک اوباما د شورو په ورځ مظبوط افغانستان او دغه هېواد د ثبات لپاره خپلې ژمنې یوځل بیا تکرار کړي او ویلي چې دواړو هېوادونو حکومتونو ترمنځ اختلافونه د اندازې نه زیات بیان کړل شوي دي.
د امریکا صدر د شورو په ورځ په سپېنې ماڼی کې د افغانستان صدر حامد کرزی سره لیدلي دي او ورسره یې افغانستان کې د امریکا په پوځي او غېرپوځي هڅو خبرې کړي.
د لیدو کتو وروسته ښاغلي کرزي سره په گډ خبري کانفرنس ته په خپله وینا کې ښاغلي اوباما وویل افغانستان کې پرمختگ شوې دی او د طالبانو یاغیتوب کموزوری کړل شوې دی خو اوس هم لا ډیر څه کول دي.
نوموړي وویل چې غواړي افغانستان کې د عملیاتو په وخت د ملکی خلکو وژنه کم نه کمه کړل شي چې د افغان مشر غټه اندېښنه ده.
صدر کرزي افغانستان کې د امریکایي مرستو او د دغه هېواد عسکرو قربانیو مننه وکړه. ښاغلي کرزي وویل امریکا او افغانستان ډیر نزدې اړیکې لري او په ورستیو میاشتو کې پورته شوي اختلافونه ددغه دواړو هېوادو مظبوطو اړیکو نښه ده.
حامدکرزى اؤ دهغه دکابينې غړي به دامريکايي کانگريس دغړو سره هم ليدنې کوي.
حامد کرزي واشنگټن ته دغه سفر په داسې حال کې کړى دى چې دتيرکال داگست په مياشت کې په افغانستان کې په ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دشوې ټگۍ په موضوع دکرزي په بيانونو امريکائي چارواکي سخت خوابدي شوي وؤ. کرزي تور لگولى ؤ چې په ټولټاکنو کې د ملگرو ملتونو استازي لاسوهنه کوله.
هغه دا هم وئيلي ؤ چې که بهرنيان په افغانستان کې دمداخلې څخه لاس وانۀ خلي نو بيا به هغه دطالبانو په ليکه کې شامل شي.
دسپينې ماڼۍ وياند دافغان جمهوررئيس له لوري په ملگرو ملتونو او نورو بهرنيو قوتونو افغانستان کې دلاسوهنې تور رد کړى ؤ او وئيلي يې ؤ که چرې کرزي ددغه رقم سرغړونو څخه لاس وانۀ خستو نو امريکا ته دهغه راتلونکى سفر ځنډول کيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG