لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : عملياتو کې 31 جنگيالي وژل شوي دي


افغانستان : عملياتو کې 31 جنگيالي وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

چارواکي وائي په ختيز او شمالي افغانستان کې دنړيوالو او افغاني ځواکونو په گډو عملياتو کې 31 جنگيالي وژل شوي دي.
دغه عمليات دشورو په شپه دطالب جنگيالو په تعاقب کې شوي او په دغه مهال نړيوال ځواکونه هم دسخت مقاومت سره مخ شوي خو امنيتي ځواکونو ته پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو پخپل يو بيان کې وئيلي دي تيره شپه نيټو او افغاني ځواکونه په يو لوړپوړي طالب کمانډر پسې دقندوز ښار سره نزدې يو کلي ته ورننوتل چې په دغه مهال پرې دنزدې جومات اؤ خواؤشا ځنگلونو کې پټو تندلارو په درنو وسلو او بمونو سره بريد وکړو.
دبيان له مخې نښته کې د25ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور نيول شوي دي.
دکندوز دپوليسويو مشر جنرال رزاق يعقوبي وئيلي دي امنيتي ځواکونو دتيرې شپې په عملياتو کې خواؤشا 31 جنگيالي وژلي او درې ځانمرگي واسکټونه يې هم ترلاسه کړي دي.
دکندوز دپوليسو مرستيال مشر عبدالرحمان وائي په وژل شوؤ تندلارو کې يو طالب کمانډر ملا عثمان هم شامل دى.
دافغانستان دغزني ولايت په قراباغ سيمه کې ديوې بيلې کارروايۍ په مهال هم د14 جنگيالو دوژنې خبرونه ترلاسه شوي خو په دغه هکله نور معلومات مخې ته نۀ دي راغلي.
تيره ورځ دامريکا صدر براک اوباما په واشنگټن کې دخپل افغان سيال حامد کرزي سره ملاقات کې افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دکوټلې همکارۍ باور ورکړى ؤ.
ائتلافي ځواکونه دا مهال دافغاني ځواکونو سره په گډه دطالب جنگيالو داثر لاندې جنوبي افغانستان کې د عملياتو تيارۍ کوي.

XS
SM
MD
LG