لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزۍ به وژل شوو امریکایي پوځیانو درناوي لپاره قامي ادیرې ته ځاي


کرزۍ به وژل شوو امریکایي پوځیانو درناوي لپاره قامي ادیرې ته ځاي
کرزۍ به وژل شوو امریکایي پوځیانو درناوي لپاره قامي ادیرې ته ځاي
<!-- IMAGE -->

د افغانستان صدر حامد کرزي چې د امریکا په سفر دی نن د زیارت په ورځ د خپل څلور ورځنې سفر راغونډوي .
پرون ښاغلي کرزۍ د امریکا صدر براک اوباما سره لیده کته کړي وؤ.
د نوموړي سفر په وجه د امریکا او افغانستان ترمنځه په ورستیو کې ولاړ شوې تاؤتریخوالی کم شوې دی. ښاغلې کرزۍ به د زیارت په ورځ د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس سره لیده کته کوي.
ښاغلې کرزی به د رابرټ گېټس او نور جگپوړو امریکایي پوځي چارواکو ترڅنگ د وژل شوو امریکایي عسکرو ته درناوي لپاره د امریکا قامي ادیره چې واشنگټن سره نزدې په ارلنگټن سیمه کې دی ورځي.
د شورو په ورځ د ښاغلي کرزي سره په گډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې د امریکا صدر اوباما مظبوط افغانستان او دغه هېواد د ثبات لپاره خپلې ژمنې یوځل بیا تکرار کړي وې او ویلي وؤ دواړو هېوادونو حکومتونو ترمنځ اختلافونه د اندازې نه زیات بیان کړل شوي دي.
د امریکا صدر په سپېنې ماڼی کې د افغانستان صدر حامد کرزی سره افغانستان کې د امریکا په پوځي او غېرپوځي مرستو خبرې کړي وی.
ته په خپله وینا کې ښاغلي اوباما ویلي وؤ افغانستان کې پرمختگ شوې دی او د طالبانو یاغیتوب کموزوری کړل شوې دی خو اوس هم لا ډیر څه کول دي. صدر اوباما په خپلو خبرو کې وویل چې غواړي افغانستان کې د عملیاتو په وخت د ملکی خلکو وژنه کم نه کمه کړل شي چې د افغان مشر غټه اندېښنه ده.
صدر کرزي افغانستان کې د امریکایي مرستو او د دغه هېواد عسکرو قربانیو مننه کړی وه. ښاغلي کرزي وویل امریکا او افغانستان ډیر نزدې اړیکې لري او په ورستیو میاشتو کې پورته شوي اختلافونه ددغه دواړو هېوادو مظبوطو اړیکو نښه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG