لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عراق بمي چاؤدنه کې اته کسان وژل شوي دي


عراق بمي چاؤدنه کې اته کسان وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

عراقي پوليس وائي په پلازمينه بغداد کې ديو کيفى څخه بهر موټري بم چاؤدنه کښې لږ ترلږه اته کسان وژل شوي دي.
چارواکو وئيلي دي په کومه سيمه کې چې دغه چاؤدنه شوې هغه دامريکا مخالف شيعه عالم دين مقتدالصدر مرکز دى.
دختيځ بغداد کوم کيفى څخه بهر چې دغه چاؤدنه شوې هغه مشهور دى او ځوانان دغلته دچائيو څښلو لپاره ورټوليږي.
دبغداد په جنوب کې يو بل بم خنثي کولو په مهال دوه عراقي پوځيان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي او پوليس چارواکو وئيلي دي دپلازمينې په يوه بله سيمه کې دسړک په غاړه دښخ مائن چاؤدنې له امله دپوليسو په گډون 8 کسان ژوبل شوي دي.
په روانه اوونۍ کې دعراق دننه په يوه ورځ کې دچاؤدنو او ډزو بيلا بيلو پيښو کې 110 کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG