لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تهایي لېنډ کې د تشدد نه ډکې مظاهرې دوام لري


تهایي لېنډ کې د تشدد نه ډکې مظاهرې دوام لري
<!-- IMAGE -->

د تهائي لېنډ په پایه تخت بنکاک کې جعمې په ورځ د تشدد تازه پېښې مخې ته راغلي دي او امنیتي ځواکونه هڅې کوي چې د حکومت پرضد احتجاج کونکي چې د ښار تجارتي برخې نه بهر کړی.
تېره شپه په نښتو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوې وو او گڼ شمېر ژوبل شوي وؤ.
حکومت هېواد نورو برخو نه مظاهرو لپاره ورتلونکي خلک منع کولو لپاره بېړنې حالت نورو ١٥ ایالتونو ته غزولي دی.
د تهائي لېنډ امنیتي ځواکونو د جمعې په سحر د سور قمېض مظاهرچیانو په مرکز کې په احتجاج کونکو اوښکي بیاونکي گاز او د ربړ گولې ورولي دي.
عیني شاهدان وایي ځېني سور قمیض مظاهرچیانو د پولېسو یو بس ته اور لگولې دی.
تهایي لېنډ کې ورستې مظاهرې پس دهغې شوي چې د زیارت په ورځ یو پوځي جنرال چې سور قمیض مظاهرچیانو سره ملاو شوې وو د امنیتي ځواکونو لخوا په سر د ویشتو وروسته سخت ژوبل شوی دی.
ژوبل شوې جنرال کهټیا سوس د ېپول نومېږي او سور کمانډر باندې مشهور دی.
اکثره مظاهرچیان چې ورکې غریب ، کلېوال او د ښاریو خلک شامل دي د پخواني وزیراعظم تکسن شېناورتره ملاتړي دي چې په کال 2006 م کې د کودتا دلارې لر کړل شوې وؤ.
مظاهرچیان تور لگوي چې اوسنې وزیراعظم ابېشت ویجاجیوا حکومت په غېرقانوني توگه پرځاې کړل شوې دی او غواړي چې وزیراعظم دې پارلمان ړنگ کړي او نوي ټاکنې دې وکړي.
تېره اونۍ وزیراعظم ابېشت ویجاجیوا وړاندیز کړی وو چې پارلمان په ړنگ کړي او د نومبر په 14مه نېټه به نوي ټاکنې وکړي.
د سور قمیض مظاهرچیانو په اصولي توگه دغه وړاندیز سره اتفاق کړي وو خو بیا یې نوي غوښتنې وکړی. پخواني وزیراعظم تکسن شېناورتره چې د بډو رشوتونو په قضیو کې د جیل نه بچ کیدو لپاره جلاوطن دی په حکومت غږ کړی چې امنیتي ځواکونو دی خپلو بېرکونو ته واپس ولېږي او د روغې جوړې هڅې دی پېل کړي.

XS
SM
MD
LG