لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د قانون وزير په 25 مئ سترې محکمې ته غوښتل شوى دى


اسلام اباد : د قانون وزير په 25 مئ سترې محکمې ته غوښتل شوى دى
اسلام اباد : د قانون وزير په 25 مئ سترې محکمې ته غوښتل شوى دى
<!-- IMAGE -->

د پاکستان سترې محکمې دقانون مرکزي وزير بابراعوان په 25 مئ عدالت ته دوړاندې کيدو او دملي روغې جوړې دصدارتي امر يا اين ار او په ضد په عدالتي پريکړه تراوسه دعمل نۀ کيدو وجوهاتو بيانولو حکم يې کړى دى.
دسپريم کورټ 17 کسيز فل بينچ تير کال په 16 دسمبر دملي روغې جوړې ارډيننس غير ائيني او کالعدم گرځولى ؤ.
همدغه راز سترې محکمې پخپله پريکړه کې داين ار او څخه گټه اخستونکو 8000ؤ څخه زياتو کسانو چې پکې دپاکستان صدر اصف علي زرداري هم شامل دى په ضد دټولو ختمو کړل شوؤ بدعنوانۍ دمقدمو دبيا بحالولو حکم کړى ؤ.
خو دسترې محکمې ددغه امر باوجود په سوئيټزرلينډ کې دصدر زرداري خلاف جوړو دبدعنوانۍ مقدمو دوباره بحالولو لپاره دقانون وزارت لخوا تراوسه سوئس چارواکو ته خط نۀ دى ليکل شوى.
مستعفي شوي اټارني جنرل انور منصور خان پخپل يو بيان کې وئيلي ؤ دقانون وزير بابراعوان هغه ته وئيلي ؤ چې” يواځې دهغه په مړ وجود دتيريدو وروستو " سوئس چارواکو ته خط ليکل کيدى شي خو بابراعوان ددغه بيان ترديد کړى دى.
دقانون وفاقي وزير بابراعوان او دحکومت نور قانوني مشيران دريځ لري چې دائين د248 شق لاندې دهيواد دصدر په ضد هيڅ رقم عدالتي کارروائي نۀ شي کيدلى.
په روانه اوونۍ کې دقانون سکتر قاضي ريټائرډ عاقل مرزا هم دخپلې څوکۍ څخه استعفي ورکړې ده خو هغه ددغه گام اخستو وجه دروغتيا خرابي گرځولې خو دمقامي ميډيا دراپورونو له مخې دعاقل مرزا داستعفي وجه هم بابراعوان دى.
دقاضي ناصرالملک په مشرۍ کې دسترې محکمې پينځه کسيزې څانگې دجمعې په ورځ دمقدمې داوريدنې په مهال وويل اوس وخت راغلى دى چې په دغه معامله ددپرمختگ په هکله دقانون وزير راوغوښتل شي او په دغه هکله ترې نيغ په نيغه پوښتنه وکړل شي.
په 18م ائيني ترميم کې دججانو دگمارنې په اړه دکړنلارې په شمول دنورو گڼو شقونو په ضد ددائر شوؤ خواستونو داوريدنې لپاره هم ستر قاضي دسپريم کورټ فل بينچ جوړ کړى دى چې دروانې مياشت په 24مه نيټه به دمقدمې اوريدنه کوي.
څيړونکي وائي په اين ار او دعمل درامد نۀ کيدو په اړه عدالت ته دقانون دمرکزي وزير راغوښتل او دپارلمان څخه په يو اتفاق دمنظور شوي 18م ترميم داوريدنې لپاره دفل کورټ بينچ جوړول دحکومت او عدليې ترمينځ دټکر لامل جوړيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG