لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا : د فېصل شهزاد سره د اړیکو پرسر درې نور کسان نیول شوي دی


امریکا : د فېصل شهزاد سره د اړیکو پرسر درې نور کسان نیول شوي دی
<!-- IMAGE -->

امریکایي پلټنې کونکو د زیارت په ورځ درې نور کسان د نيويارک په ټائمز سکوائر کې دترهگرۍ د پلان په تور دنيول شوي فيصل شهزاد سره د اړیکو له وجې نیولي دي.
د امریکا اټارني جنرل ايرک هولډر ویلي دغه نیونې په بوسټن ، نیویارک او د نیوجرسي ایالت کې شوي دي. ښاغلي هولډر ویلي دغه دریومشکوک کسانو کیدې شي فېصل شهزاد ته پېسې ورکړي وي.
نوموړي وویل چې پلټنې کونکي هڅه کوي چې د پېسې ولې ورکړل شوي او دوي ته د هغه بم د منصوبې په اړه څه معلومات وو او که نه؟
د امریکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ویلي با په پاکستان کې هم چارواکو یو بل تن نیولی چې کېدی شي د فېصل شهزاد ته یه مرسته ورکړی وي. ورځپاڼه د امریکایي استخباراتي چارواکو د خولې وایي نیول شوي تن معلومات ورکړي چې پاکستاني طالبان دې دغه ناکامه برید تر شه دي.
فيصل شهزاد د روانې میاشتې په لومړې اونۍ کې دنيويارک په ټائمز سکوائر کې ديو موټر دننه دبم ايښودلو په تور دنيول کيدو وروسته ايف بي ائي ته نۀ يواځې ددغه جرم پړه په غاړه اخستې وه بلکې منلې يې وه چې هغه دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان څخه دبمونو جوړولو روزنه ترلاسه کړې ده.
ښاغلى شهزاد دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت دپبو سيمې سره نزدې دمحب بانډې کلي اوسيدونکى دى چې پلار بهارالحق يې دپاکستان دهوائي ځواکونو څخه دائير وائس مارشل په عهده ريټائر شوى دى.
فيصل شهزاد دامريکا وگړتوب لري او دهغه دوينا له مخې دروان کال په پايې کې يې پاکستان ته دخپل سفر په مهال په جنوبي وزيرستان کې دطالب مشرانو سره ليدلي وؤ.

XS
SM
MD
LG