لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته په ماتې ورکولو اسټريليائي ټيم فائنل ته رسيدلى دى


پاکستان ته په ماتې ورکولو اسټريليائي ټيم فائنل ته رسيدلى دى
پاکستان ته په ماتې ورکولو اسټريليائي ټيم فائنل ته رسيدلى دى

دورلډ ټوئنټي ټوئنټي يا د20ؤ اورونو کپ په دوهم سيمي فائنل کې اسټريليا پاکستان ته په دريوؤ وکټو ماتې ورکړه او دغه شان اوس اسټريليا فائنل ته وتلې ده.
پاکستان اسټريليا ته د192ؤ رنزونو هدف ورکړى ؤ.
دپاکستان اوپنر کامران اکمل 50 او سلمان بټ 32 رنزونو په جوړولو سره دلمړۍ وکټې په حصه دارۍ کې 82 رنزونه جوړ کړي وؤ.
همدغه شان يو بل پاکستاني لوبغاړي عمر اکمل 56 رنزونه جوړ او دپاکستان کرکټ ټيم کپان شاهد اپريدي 8 رنز وکړل.
دغه شان دپاکستان ټول ټيم پخپلو مقررو 20ؤ اورونو کې د6ؤ وکټو په نقصان 191 رنز جوړ کړل.
ددې په ځواب کې اسټريليوي ټيم ته لمړى زيان يواځې هاغه وخت ديو رنز په جوړولو ورسيدو کله چې محمد عامر ډيوډ وارنر په صفر رنز اوټ کړو.
عامر په بل اور کې ډينجرمين شين واټسن د16ؤ په انفرادي سکور دميدان څخه واپس کړو.
کنگروز ته دريم نقصان د58ؤ په مجموعي رنزو ورسيدو.
مائيکل کلارک د25ؤ رنزونو په جوړولو سره دشاهد اپريدي په بال دکامران اکمل لخوااسټمپ کړى شو.
په دغه مهال کيمرون وائټ او ډيوډ هسي ښه لوبه وکړه او دټيم ټول رنزونه يې تر 105ؤ پورې ورسول.
کيمرون دپاکستاني بالرانو ښه مقابله وکړه او دټيم مجموعي رنز يې تر 139ؤ پورې ورسول.
هغه په 31ؤ بالونو د5ؤ چکو په مدد 43 رنزونه جوړ کړل، وائټ عامر دحفيظ په لاسونو اوټ کړو.

دکرکټ ميچ دپايې په لمحو کې مائيکل هسي شاندار بيټنگ وکړو او دغه شان داسټريلوي ټيم ټول رنزونه د20م اوور پينځم بال پورې دپاکستاني ټيم په فتح تمام شول.
اسټريليا به اوس داتوار په ورځ په فائنل کې دانگلينډ سره مقابله کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG