لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : نښتو کې پنځه عسکراؤ لس طالبان وژل شوي دي


افغانستان : نښتو کې پنځه عسکراؤ لس طالبان وژل شوي دي
افغانستان : نښتو کې پنځه عسکراؤ لس طالبان وژل شوي دي

<!-- IMAGE -->

افغان حکومت وائي په ختيځ افغانستان کې تندلارو سره ديوې نښتې په مهال دشخصي کمپنۍ پنځه ساتونکي اؤپه جنوبي افغانستان کې دايتلافي ځواکونو په بريد کې 10طالب ياغيان وژل شوي دي.
د خالي په ورځ دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وئيلي دي دغه وژل شوي پنځه واړه افغاني شخصي ساتونکو ديو کاروان حفاظت کولو چې په دغه مهال پرې بريد وشو.
وزارت وائي دگيلان او مقر اولسواليو ترمينځ د رامينځته شوي دغه بريد په مهال ساتونکو د3ؤ تيلو دټانکرو حفاظت کولو او دبريد له امله دغه ټانکرې هم سوځيدلي دي.
په دې وروستيوکې په افغانستان کې په افغاني اؤ ايتلافي ځواکونو د حکومت مخالفه ياغيانو لۀ لوري دبريدونو ترڅنگ دهاغوشخصي امنيتي کمپنيوپه ساتونکودبريدونولړۍ هم چټک شوې ده چې په افغانستان کې دميشتوايتلافي ځواکونودسامانونواؤتنصيباتوساتنه کوي.
په دغوبريدونوکې تراوسه دشخصي کمپنيوپه لسگونوساتونکي وژل شوي دي.
بل لوري ته دهلمند دوالي وياند داؤد احمدي خبريالانو ته وئيلي دي تيره شپه دجنوبي افغانستان دهلمند ولايت په سنگين اولسوالۍ کې دناټو ځواکونو په يو بريد کې 10 طالب جنگيالي وژل شوي دي.
احمدي وويل طالب کمانډر ملا محمد حسن چې په شمالي هلمند ولايت کې په گڼو ترهه گريزو بريدونو کې يې لاس لرلو دبريد په مهال دسنگين څخه نيول شوى دى.
هغه وويل په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
داحمدي ددغو څرگندونو په هکله ناټو تر دې مهاله څه نۀ دي وئيلي.
دزابل دوالي وياند محمد جان رسول يار هم وئيلي دي چې دزابل ولايت دکندهار سره په لويه لاره پيوست کوونکى پل په چاؤديدونکو موادو سره الوځول شوى خو په چاؤدنه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
هلمندکې دناټوځواکونوپه تيرومياشتوکې دطالب ياغيانوپه ضد په پراخه کچ عمليات ترسره کړى ؤ اؤ اوس هم دغلته زياتره وخت دناټو د ځواکونو اؤ طالب وسله والو ترمينځ نښتې کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG