لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهائي لينډ : نښتو کې  19 کسان وژل شوي دي


تهائي لينډ : نښتو کې  19 کسان وژل شوي دي
تهائي لينډ : نښتو کې  19 کسان وژل شوي دي

<!-- IMAGE -->

د تهائي لينډ حکومت دامنيتي ځواکونو دکارروائيو په مهال په شوؤ وژنو دانديښنې څرگندونه کړې او تور يې لگولى دى چې د تشدد څخه ډکو دغو پيښو کې سرۀ پوشي ککړ دي.
دتهائي لينډ پلازمينه بنکاک کې دحکومت مخالفو مظاهرو په مهال دوژل شوؤ کسانو شميره 19ؤ ته رسيدلې او ددريوؤ غيرملکيانو په گډون 141 کسان ژوبل شوي دي.
دسرۀ پوشو مظاهرينو او امنيتي ځواکونو ترمينځ دخالي په ورځ هم په دمې دمې سره نښتې روانې وې او په دغه مهال بنکاک کې هم دچاؤدنو او ډزو غږونه اوريدل شوي دي.
حکومت مخالفو سرۀ پوشانو دپلازمينې سره نزدې په يوه لويه لاره قبضه کړې او دغلته هم دنښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.
سفارتي سرچينو وائس اف امريکا ته وويل دلويديزو هيوادونو سفارتخانو ته په سيمه کې په ډيپارټمنټل سټورونو دممکنه لاسي بمونو دبريدونو په اړه خبردارى ورکړل شوى دى.
يو حکومتي وياند وائي حکومت دځاني زيان په اړه فکرمند دى او امنيتي ځواکونه دوسله والو سرۀ پوشانو لخوا دبريدونو سره مخ دي.
دسرکاري سرچينو له مخې دتيرې مياشتې څخه روانو داړي گړي څخه ډکو مظاهرو کې تر دې مهاله 43 کسان وژل شوي او 1620 کسان ژوبل شوي دي.
په سرۀ پوشانو دامنيتي ځواکونو لخوا دډزو څخه وروستو دامريکا او برطانيې په گډون گڼو هيوادونو خپلې سفارت خانې تړلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG