لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا او برتانيه وائي افغانستان کې دواړه هيوادونه يو رقم گټې لري


امريکا او برتانيه وائي افغانستان کې دواړه هيوادونه يو رقم گټې لري

<!-- IMAGE -->

د برتانيې دبهرنيو چارو نوى وزير وليم هيگ په لمړي غيرملکي سفر امريکا ته رسيدلى او دغلته يې دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره دليدنې په مهال په بين المللي معاملو کې په گډه کار کولو باندې اتفاق کړى دى.
امريکا ته دوليم هيگ د لمړي سفر مقصد اوباما انتظاميې ته باور ورکول دي چې دبرتانيې نوى حکومت امريکا سره نۀ يواځې دا چې ښې اړيکې جوړول غواړي بلکې په افغانستان کې روانې اوږدمهاله جگړه کې يې هم پلوي دى.
په واشنگټن کې دخپلې امريکائي سيالې هيلري کلنټن سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وليم هيگ وويل په افغانستان کې ددواړو هيوادونو گټې يو شان دي او په دغه هيواد کې به دامنيت دټينگښت لپاره ددواړو خواؤ څخه گډې هڅې دوام لري.
دبهرنيو چارو وزير وويل دمهم ائتلافيانو په حيث به امريکا او برطانيه دپاکستان، په شمول دمنځني ختيز، عراق، افغانستان او ايران سره په معاملو په گډه کار کوي.
هيگ وويل په روانه اوونۍ کې اوباما په ډاگه وويل چې امريکا او برتانيه پخپلو کې ښې اړيکې لري ، مونږ ته به په دغو اړيکو کې اختلافونه لټول نۀ وي پکار خو دا دامريکا او برتانيې داړيکو يوه مهمه برخه ده چې کله اختلاف رامخې ته شي نو دحالاتو دتقاضې له مخې به دهغې په وئيلو کې ازاد يو.
همدغه راز دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل ايران دبين المللي ورورولۍ سره همکاري نۀ کوي چې له امله يې په دغه هيواد نورې پابندۍ لگول هم ضروري دي.
هغې وويل په دغه لړ کې دايراني جوهري پروگرام په ضد دنوؤ پابنديو مسوده هم تيارولى شي.
هغې وويل اوبا انتظاميه دنوي برتانوي حکومت سره کار کولو ته چمتو ده.
هغې وويل په افغانستان کې دبرتانيې دکردار ستاينه کوؤ او او دهغوي پوځي قربانيو ته درناوى لرو.
هيلري زياته کړه امريکا او برتانيه دافغان جمهوررئيس حامد کرزي کلک ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG