لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : د ډرون بريد کې لږ تر لږه پنځه تندلاري وژل شوي


خيبرايجنسي : د ډرون بريد کې لږ تر لږه پنځه تندلاري وژل شوي
خيبرايجنسي : د ډرون بريد کې لږ تر لږه پنځه تندلاري وژل شوي
<!-- IMAGE -->

سرچينې وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې په لومړي ځل شکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو دتندلارو په يوه ځاله بريد ترسره کړى چې پکې دلمړيو راپورونو له مخې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ د لږ تر لږه پنځه جنگيالي وژل شوي دي.
خو دځائي انتظاميې چارواکي په خيبرايجنسۍ کې دډرون بريد څخه انکار کوي او وائي دغه کسان دډرون په بريد کې نۀ بلکې دپاکستاني پوځيانو لخوا دجيټ الوتکو په يو بريد کې وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده بې پيلوټه جاسوسي الوتکې په خيبرايجنسۍ کې په يو کور او دوؤ هاغو گاډو چې يو شمير تندلاري پکې ناست لمړى بريد دشپې خواؤشا اتۀ نيمې بجې ترسره کړو.
سرچينې وائي په دغه بريد کې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ او سوات سره تعلق لرونکو پنځه تندلاري وژل شوي دي. .
دغه بريد دلنډي کوتل دبازار په رغا سيمه کې ترسره شوى دى.
يو چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي په سوات او جنوبي وزيرستان کې دعملياتو پيل کولو وروستو گڼ شمير تندلاري دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه ته هم تښتيدلي دي.
دسرچينو وينا ده دپاکستاني طالبانو ديو کمانډر دوست محمد حجره هم ددوؤ ډرون الوتکو لخوا په نخښه کړل شوې چې له امله يې دغه حجره په بشپړ ډول له مينځه تللې ده خو ددوست محمد دژوبل کيدو يا وژل کيدو په هکله څه رقم معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
وئيل کيږي دسوات دطالبانو غورځنگ او دخيبرايجنسۍ ديوې تندلارې مذهبي ډلې مشر منگل باغ په سيمه کې دبهرنيو جنگيالو په موجوديت اختلافونه لري.
خيبرايجنسي دافغانستان سره گډه پوله لري چې دپولې پورې غاړي ميشتو ائتلافي ځواکونو لپاره هم دخيبرپه لاره زياتره سامانونه وړل کيږي او ددې ترڅنگ خيبرايجنسي دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت سرښار پيښور سره هم لگيدلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG