لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزۍ : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې 15 جنگيالي وژل شوي


<!-- IMAGE -->

چارواکي وائي پاکستاني پوځيانو نن داتوار په ورځ په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو څخه بمباري کړې چې پکې 15 جنگيالي وژل شوي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې يو لوړپوړي انتظامي چارواکي سميع الله خان داتوار په ورځ ددغو عملياتو په هکله خبريالانو ته وئيلي دي دغه 15 جنگيالي داورکزو ايجنسۍ په ډبورۍ، گوجر او کمر ميله سيمو کې دجيټ الوتکو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.
خو دازادو سرچينو څخه دنننۍ ورځې په عملياتو کې دوژل شوؤ کسانو دپيژندگلو او شميرې په هکله ځکه پخلى نۀ دى شوى چې په سيمه کې دا مهال دپوځ او تندلارو ترمينځ جگړه روانه ده او دپيښو خطرو له امله خبريالان دجگړو سيمو ته نۀ شي ورتللى.
په اورکزو ايجنسۍ کې ددوؤ مياشتو څخه دپوځ او تندلارو ترمينځ دروانو جگړو له امله په زرگونو کسانو دسيمې څخه کډې کړ ي او خواؤ شا نورو خوندي سيمو ته يې ځانونه ويستلي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځيانو لخوا په نااعلانه ډول عمليات دمارچ دمياشتې څخه روان دي چې هدف يې هاغه طالب جنگيالي په نخښه کول دي چې دجنوبي وزيرستان په گډون دنورولانجمنو سيمو څخه دغلته ته تښتيدلي او پټ شوي دي.
تر دې مهاله داورکزو په عملياتو کې د700ؤڅخه دزياتو تندلارو دوژنې او دهغوي دگڼو ځالو دله مينځه وړلو ادعاوې شوي دي.
په دغو عملياتو کې ددوؤ پوځي افسرانو په گډون د20ؤ څخه زيات عسکر هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG