لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

القاعده وائې عراق کې يي دوه نوي مشران ټاکلې


القاعده وائې عراق کې يي دوه نوي مشران ټاکلې

<!-- IMAGE -->

د القاعدې شبکې د عراق څانگې ویلې چې دوه نوي مشران يي ټاکلې چې د هاغه مشرانو ځائې وونیسي څوک چې تیره میاشت د عراقي او امریکائې ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوې دي.
د عراق ریاست په نومې ډلې په انټرنیټ خپل پیغام کې ویلې ابو بکر البغدادي الحسیني القریشي يي نوی امیر ټاکلی دی.
د بل ټاکلی شوي مشر نوم ابو عبدالله الحسیني القریشي ښودلی شوی دی.
دوه ورځې وړاندې دې ډلې د وینا ترمخه النصر لیدین الله ابو سلیمان د جنگ وزیر ووټاکلی شوی دی. خپل بیان کې هغه ویلې چې د عراقي شیعه مسلمانانو د پاره به راتلونکې ورځې د تیرو او د وینونه ډکې وي.
تیره میاشت عراقي او امریکائې ځواکونو د القاعدې دوه مشران ابو ایوب المصري او ابو عمر البغدادي د شمالي عراق تکریت ښار کې ووژل.

XS
SM
MD
LG