لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان او پاکستان کې شخصي جاسوسان؟


افغانستان او پاکستان کې شخصي جاسوسان؟

<!-- IMAGE -->

د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه وائې د هیواد پوځ په افغانستان او پاکستان کې د جنگیالو د لټون د پاره د شخصي جاسوسانو جال لري ددې باوجود چې دداسې کولود قانونیت په اړه اندیښنې راپورته کړی شوې دي.
ورځپاڼه وائې په ټیکیدارۍ لگول شوې جاسوسان د استخباراتي معلوماتو مهمه زریعه جوړه شوې ده، ددې باوجود چې ددفاع وزارت وائې د جاسوسۍ کار د ټیکیدارانو نه نشي اخستل کیدی.
د ورځپاڼې رپورټ دا هم وائې چې د امریکې پوځ ته په پاکستان کې د عملیاتو اجازت نشته.
د سږ کال په شورو کې امریکائې چارواکو ویلې وو چې د شخصي جاسوسانو جال تړلی شوی دی، او په پاکستان او افغانستان کې د جاسوسۍ جال د قانون نه بهر کار کولو.
نیویارک ټائمز وائې چې د شخصي جاسوسۍ د ټیکیدارانوانتظام د لاک هیډ مارټن کمپنۍ چلولو چې د٢٢ میلنه ډالروټیکه لري چې څارنه يي ددفاع وزارت د خصوصي عملیاتو څانگه کوي.

XS
SM
MD
LG