لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې د مسافر جهاز غورځیدلی


افغانستان کې د مسافر جهاز غورځیدلی

<!-- IMAGE -->

چارواکي وائې شمالي افغانستان کې د سؤرلو یو جهاز غوځیدلی دی چې پکښې ۴٣ مسافر او د عملي پنځه تنان سوارؤ.
د پامیر هوائې کمپنۍ جهاز د شمالي کندوز ښارنه سرښار کابل ته په سفر وو چې د گل په ورځ سحر وختي د سالانگ په غرونو کې ووغوځیدلو.
امدادي کارکونکي هندو کش غرونوکې سالانگ درې ته تللې خو ویل کیږي چې لوړې او خراب موسم په وجه د فضا نه د غوځیدلې جهاز لټون کې مشکلات رامنځته کیږي.
د افغانستان د کورنو چارو وزارت ویاند زمری بشري ویلې چې د نیټو ځواکونو نه د جهاز لټون د پاره د مرستې غوښتنه شوې چې د بې پائلټه ډرون الوتکې د لارې د غورځیدلې جهاز په کتنه کې کمک اوکړي.
نیټو خپل بیان کې ویلې چې یو جهاز او دوه هیلې کاپټرې يي د تباه شوې جهاز لټون د پاره لیږلې.
پامیر هوائې کمپنۍ په کال ١٩٩٥ کې کار شورو کړی او هیواد دننه او دوبۍ ته هره ورځ پروازونه لري.

XS
SM
MD
LG