لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې بمي چاؤدنې دوه  اټالوي پوځيان وژلي دي


افغانستان کې بمي چاؤدنې دوه  اټالوي پوځيان وژلي دي

<!-- IMAGE -->

دايټاليې دبهرنيو چارو وزارت وئيلي دي دگل په ورځ په شمال لويديزافغانستان کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې دوه اټالوي پوځيان وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.
دراپورونو له مخې دپيښې ښکار شوى گاډى دائتلافي ځواکونو دکاروان برخه وه او هرات سره نزدې يې سفر کولو.
دا مهال په افغانستان کې موجودو نړيوالو امنيتي ځواکونو کې دايټاليې 3300 پوځيان شامل دي چې دائتلافي پوځ دمغربي کمان مشري په غاړه لري.
په افغانستان کې دوژل شوؤ غيرملکي پوځيانو دشميرې خوندي کوونکي يو ويب سائټ له مخې په روان کال کې دطالب ياغيانو په ضد روانه جگړه کې تر دې مهاله خواؤشا 200 پوځيان وژل شوي دي.
تير کال هم په دغه هيواد کې 500 غيرملکي پوځيان وژل شوي وؤ.
په کال 2001ء کې دترهه گرو او تندلارو په ضد په افغانستان کې دائتلافي پوځيانو لخوا دجگړې پيل کيدو راپديخوا تر دې مهاله دامريکا 1767ء ، دبرطانيې 285 او دکاناډا 174ء پوځيان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG