لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ايي خان:بمي بريدکې دډي ايس پي په گډون 13کسان وژل شوي دي


ډي ايي خان:بمي بريدکې دډي ايس پي په گډون 13کسان وژل شوي دي
ډي ايي خان:بمي بريدکې دډي ايس پي په گډون 13کسان وژل شوي دي

<!-- IMAGE -->

د پاکستان د خيبرپښتوانخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې د نهې په ورځ ديوې بمي چاودنې لۀ امله دپوليسو ديو ډي ايس پي په گډون ١٣کسان وژل شوي اؤ ١٤نور ژوبل شوي دي.
دغه پيښه هغه مهال رامينځته شوه چې دکلاچۍ تحصيل دنجف اباد ډي ايس پي په گاډي کې دخپل دفتر څځه کورته روان ؤ.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل په لاره کې کچي پائندخان په سيمه کې د ډي ايس پي گاډى په سائيکل پسي په تړل شوي ريموټ کنټرول بم والوځول شو چې پکې دډي ايس پي اقبال خان،دهغه د محافظ اؤ دوؤ پوليس عسکرو په گډون د١٣کسان مړۀ اؤ ١٤نور ژوبل شول.
ژوبل کسان د درملنې دپاره نزدې روغتون ته رسول شوي دي چې پکې د ډي ايس پي اقبال خان زوئ هم شامل دى.
سرچينې داهم وايي چې په وژل شوؤ کې درې کسان ديوې کورنۍ سره تعلق لري چې خپلو کې مور،پلاراؤ زوئ دي.
دبمونو شنډوونکي پوليس وايي چاودنه د ريموټ کنټرول بم لۀ لاري چې پکې لږ ترلږه ٥کلو گرامه چاوديدونکي مواد کارول شوي دي.
بايد وويل شي څلور ورځي لۀ مخه هم دډيره اسماعيل دفقيرني دروازې دپوليسو په پوسته ديو لاسي بم بريد شوى ؤ چې پکې ديو پوليس عسکرپه گډون دوه کسان ژوبل شوي وؤ.
په ډيره اسماعيل کې په تيرو وختونوکې هم دترهگرۍ يوشميرپيښې رامينځته شوې وې خو دتيرو څومياشتوراهسې دغلته دامن وضعه تر يوڅۀ حده ښه شوې وه
په ډيره اسماعيل خان دامهال په زرگونو هاغه کډوال هم ديره شوي دي چې په جنوبي وزيرستان کې دروانوپوځي عملياتو لۀ امله يې خپلې سيمې پريښودي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG