لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل: ځانمرگي بريد کې د ناټو پنځو عسکرو په گډون 18 کسان وژل شوي


کابل: ځانمرگي بريد کې د ناټو پنځو عسکرو په گډون 18 کسان وژل شوي

<!-- IMAGE -->

د افغانستان په پلازمينه کابل کې دائتلافي ځواکونو په يوکاروان ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د ناټو دپنځو عسکرو په گډون 18کسان وژل شوي اؤ53نور ژوبل شوي دي.
دغه چاودنه دومره زورداره وه چې پکې 17گاډي هم تباه شوي دي .
دکابل پوليسو په پيښه کې دځينوغيرملکي پوځيانو د ژوبل کيدو تصديق هم کړى دى.
دکابل په کومه برخه کې چې دغه ځان مرگي بريد ترسره شوى هلته هره ورځ دامنيت سخت تدابير نيول شوي وي خو دنهې په ورځ ددغو سختوامنيتي تدابيرو باوجود هم يوځانمرگى دبارودي موادو څخه دډک موټر دائتلافي ځواکونو دکاروان سره ټکرکولوکې کامياب شو.
عيني شاهدان وايي دځان مرگي بريد څخه سمدستي وروستو ائتلافي اؤ افغاني پوځيان د پيښې ځايې ته ورسيدل اؤ ژوبل کسان يې نزدې روغتونوته ورسول.
په کابل کې په وروستي ځل دغسې يوستر بريد په 26مه فرورۍ په دوؤ هوټلونو شوى ؤچې پکې دهندوستان د6ؤ وگړو په گډون لږترلږه 16کسان وژل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG