لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد: صدر زرادري د رحمان ملک سزاگانې بخښلي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ته داحتساب دعدالت يامحکمې لۀ لورې د دريوؤ دريوؤ کالو دبند دسزاگانو په ضد دښاغلي ملک لخوا دلاهورايالتي محکمې ته دشوؤ اپيلونو د نۀ منل کيدوڅخه وروستو جمهور رئيس اصف علي زرداري دهغه سزاگانې بخښلي دي خوپه پاکستان کې قانون پوهان وايي جمهور رئيس د سزا دبخښلو واک لري خو دجرم دبخښنې صلاحيت نۀ لري.
د جمهور رئيس وياند فرحت الله بابر سرکاري خبري شبکې ته ويلي دي دغه سزاگانې جمهور رئيس د وزيراعظم په سفارش دائين د45مې مادې په اساس بخښلي دي.
دائين د45مې مادې په اساس جمهور رئيس دمحکمې لۀ لوري د ورکړل شوؤ سزاگانو دځنډولو،کمولواؤ بخښلو اختيار لري.
خوپه پاکستان کې ځينې قانون پوهان وايي جمهور رئيس چاته دجرم دبخښلو صلاحيت نۀ لري البته سزابخښلى شي.
نوميالي قانون پوهه بيرسټرباچا ډيوه راډيو ته وويل صدر سزامعاف کولى شي خوجرم نۀ شي بخښلى.
بايد وويل شي دگل په ورځ دلاهور دايالتي محکمې دوه کسيزبينچ داحتساب دعدالت لۀ لوري د ورکړل شوؤ سزاگانوپه ضد دپاکستان دکورنيو چارود وزير رحمان ملک اپيلونه نامنظوره کړي وؤ.
رحمان ملک په خپلو بيلابيلو اپيلونو کې دراولپنډۍ داحتساب د عدالت لۀ لوري په دوؤ بيلابيلو دوسيوکې دهغۀ په غيرموجودگۍ کې هغه ته دورکړل شوؤ دريوؤ دريوؤ کالو دبند دسزاگانو دختمولو غوښتنه کړې وه.
دغه سزاگانې هغه ته دمخروتيا دتورلۀ امله داحتساب دمحکمې له لوري اورول شوې وې.

XS
SM
MD
LG