لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ ايجنسي کې نښته کې لږ ترلږه ۴٠ تنان وژل شوې


اورکزۍ ايجنسي کې نښته کې لږ ترلږه ۴٠ تنان وژل شوې
اورکزۍ ايجنسي کې نښته کې لږ ترلږه ۴٠ تنان وژل شوې

<!-- IMAGE -->

چارواکي وائي دشورو په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې سخته نښته کې لږ ترلږه ۴٠ جنگيالي او 2 عسکر وژل شوي دي.
دميډيا په ځينو راپورونو کې په دغه نښته کې د60ؤ تندلارو د وژنې ادعا هم شوې ده خو دغه شميره داړونده اړخونو څخه تصديق شوې نه ده.
ددغه نښتې په هکله په اورکزۍ ايجنسۍ کې يو انتظامي چارواکي نعمان خان خبريالانو ته وئيلي دي نښته وروستو له هغې پيل شوه چې سحر وختي په ډبورۍ نومې سيمه کې دخواؤشا غرونو او ځنگلونو څخه تر 200ؤ پورې جنگيالو دامنيتي ځواکونو په پوسته په راکټونو، لاسي بمونو او نورو درنو وسلو سره بريد وکړو او دوه پوځيان يې ووژل.
هغه وويل امنيتي ځواکونو ددغه بريد په ځواب کې په جنگيالو د توپو ډزې وکړې چې پکې 28 جنگيالي ووژل شول او 21 نور ژوبل شول.
پاکستاني پوځيانو دمارچ په اخره کې په اورکزۍ ايجنسۍ کې دهاغو تندلارو ړي وؤ چې دجنوبي وزيرستان او سوات دعملياتو څخه دغه سيمې ته تښتيدلي او پټ شوي وؤ او چارواکي وائي په دغو عملياتو کې تر دې مهاله خواؤشا 800 جنګيالي او د25ؤ څخه زيات پوځيان وژل شوي چې پکې يو شمير افسران هم شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG