لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانوافغانستان کې د نیټو په مرکزي اډه برید کړی


طالبانوافغانستان کې د نیټو په مرکزي اډه برید کړی

<!-- IMAGE -->

افغانستان کې نیټو پوځي ایتلاف ویلې طالبانو د شورو په ورځ په باگرام هوائې اډه برید کړی چې پکښې یو امریکائې کارکونکی وژل شوې او نهه امریکائې عسکرزخمي شوې دي. په جوابي ډزو کې لږ ترلږه ١٠ طالبان وژل شوې.
نیټو ویلې برید سحر وختي شوی او طالبانو هڅه کوله چې سره د درنې وسلې او ځانمرگي جاکټونو د باگرام اډې ته وردنه شي خو د نیټو یوې ویاندې ویلې چې حمله کونکي پوځي مرکز ته دننه تللو کې کامیاب نشول.
ویاندې وویل چې د مرکز ودانۍ ته هم معمولي زیان رسیدلی دی. باگرام د کابل په شمال کې پروت دی.
رپورټونه وائې چې د ډزې د برید څو ساعته ورسته هم روانې وې. طالبانو د حملې پړه په غاړه اخستې اوویلې چې په حمله کې ٢٠ ځانمرگه برید کونکو برخه اخسته.
بل خوا هم د شورو په ورځ نیټو ویلې چې یو عسکر يي په جنوبي افغانستان کې د یوې بمې چاؤدنې له امله وژل شوی دی.
د شورو په ورځ د تشدد د بیلا بیلو پېښو یوه ورځ وړاندې طالبانو په سرښار کابل کې د نیټو په یو قطار برید کړی وو چې د نیټو شپږو عسکرو په شمول پکښې ١٨ تنان وژل شوې وو.

XS
SM
MD
LG