لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: دهدفي وژنو اؤ اړي گړي پيښوکې  23 کسان وژل شوي دي


کراچۍ: دهدفي وژنو اؤ اړي گړي پيښوکې  23 کسان وژل شوي دي

<!-- IMAGE -->

د پاکستان په تجارتي مرکز او دابادۍ له لحاظه تر ټولو لويې ښار کراچۍ کې دتيرو 24ؤ ساعتو په مهال دنامعلومو کسانو لخوا د23ؤ کسانو دوژنې څخه وروستو په ټول ښار کې دزيارت په ورځ تعليمې ادارې تړلې دې .
په سړکونو ټريفک دمعمول څخه کم دى او کاروباري ژوند تر ډيره حده معطل شوى دى.
نامعلومو وسله والو په ګاډو او هوټلونو هم ډزې کړي دي.
دپوليسو له مخې په ګارډن سيمه کې وسله والو دپوليس يو عسکر وژلى، په شيرشاه، لانډهي، قائداباد، پاپوش نګر او موسي کالونۍ کې وسله والو5، ماډل کالونۍ، معين اباد او رفاه عام کې په ډزو3، شمسي سوسائټي کې3،لکي سټار سره نزدې 2اؤنارتهـ ناظم اباد کې 2 کسان وژل شوي دي.
دشورو په ماښام دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې رامينځته شوؤ دډزو پيښو کې وژل شوؤ کسانو کې دمتحده قومي موومنټ او عوامي نيشنل پارټۍ غړي هم شامل دي.
په کراچۍ کې دډزواوسنو پيښو کې دوژنو او په ښار کې دتاؤژن وضعيت له امله په سوداگريزه ورکړه راکړه منفي اغيزې ليدل شوي دي.
په کراچۍ کې له دې وړاندې هم دمخالفو سياسي ګوندونو ترمينځ دډزو او هدفي وژنو پيښې رامينځته شوي او ددغو پيښو دمخنيوي لپاره حکومت درينجرز ځواکونو ته ځانګړي اختيارات ورکړي دي.
دکورنيو چارو دصوبائي وزير ذوالفقار مرزا وينا ده دکراچۍ حالاتو خرابولو کې سياسي عوامل هم شامل دي.
دذوالفقار مرزا په مشرۍ په داخله محکمه کې شوي اجلاس کې پريکړه شوې ده چې دهدفي وژنو مخنيوي لپاره به ځانګړي ګامونه اخستل کيږي او درينجرز ځواکونو ته به دچاپو ، نيونو او پلټنو مکمل اختيارات وي.
په دغه غونډه کې دسندهـ ائي جي، دکراچۍ سي سي پي او، داخله سکتر او درينجرز ډي ډي جي ګډون وکړو، دمختلفو ضلعو ډي ايي جي ګانو پخپلو ضلعو کې دامن وامان راپورونه هم وړاندې کړل.
دغونډې څخه وروستو ذوالفقار مرزا خبريالانو ته وويل په دغه غونډه کې په کراچۍ کې دامن وامان په وضعيت غور شوى دى.
هغه وويل په اغيزمنو شوؤ سيمو کې دپوليسو شميره سيوا کړل شوې او درينجرز ځواکونو ته په ورکړل شوؤ اختياراتو کې په هره مياشت نوره پراختيا هم راوستل کيږي.
سرچينې وايي په کراچۍ کې داړي گړي په اوسنيوپيښوکې دلاس لرنې په تور په سوؤنو کسان نيول شوي دي.
دسندهـ دکورنيوچارو وزير ذوالفقارمرزا وايي ددغونيول شوؤ کسانوڅخه به په پلټنوکې دهغه چا په معلومولو کې لاس امداد وشي چې دکراچۍ دامنيت وضعه خرابول غواړي.
بل لوري ته نن په خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان ايالتونوکې دعوامي نيشنل گوند اؤ پښتونخواملي عوامي پارټۍ لۀ لوري دکراچۍ په پيښوکې دبې گناه پښتنو د وژل کيدو سخته غندنه شوې ده.
په پيښورکې خبريالانو سره دخبرو په مهال دعوامي نيشنل پارټۍ صوبايي صدر افراسياب خټک وويل عوامي نيشنل پارټي دخپلوبېگناه کارکنانو ترڅنگ دهاغوټولو خلکو د وژنې غندنه کوي چې د ورانکارو له لوري په کراچۍ کې وژل شوي دي.
هغه وويل عوامي نيشنل پارټي په عدم تشددباور لري اؤ هيڅکله د وينو توئيدوطرفداره نۀ ده.
نوموړي ددغه پيښودپلټنود غوښتنې په ترڅ کې وويل بايد هغه خلک دقانون منگولو ته راکش کړل شي چې په کراچۍ کې داړي گړي ذمه وار دي.
همدغه راز دبلوچستان ايالت په کوئټه ښار کې نن دپښتونخواملي عوامۍ پارټۍ له لوري په کراچۍ کې دپښتنو د وژنې په ضد احتجاجي مظاهرې شوي اؤ دحکومت څخه غوښتنه شوې ده چې دپښتنو په قتل عام کې ککړ کسان دې ونيول شي.

XS
SM
MD
LG