لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزۍ ایجنسۍ کې  کې 15 جنگيالي وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې پاکستاني پوځيانو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو ځالې په نخښه کړي چې پکې د15ؤ جنگيالو دوژنې راپورونه ترلاسه شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل گن هيلي کاپټرو دبره اورکزو ايجنسۍ په ډيره حسن زئي، زهتون او گال علاکو کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې لږ ترلږه 15 جنگيالي وژل شوي او 8 نور ژوبل شوي دي.
په دغه گوله بارۍ کې دتندلارو دگڼ شمير ځالو دله مينځه تللو په هکله هم اطلاعات ترلاسه شوي دي.
اورکزو ايجنسي دپاکستان هاغه يواځينۍ قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره گډې پولې نۀ لري.
استخباراتي راپورونه وائي دافغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدو څخه راپديخوا گڼ شمير جنگيالي دنورو قبائيلي سيمو ترڅنگ اورکزو ايجنسۍ ته هم تښتيدلي او دغلته پټ شوي دي.
دتيرو دوؤ مياشتو راهسې دپاکستان امنيتي ځواکونو دغلته دتندلارو په ضد په نااعلانه ډول عمليات پيل کړي چې پکې خواؤشا 800 جنگيالي او 30 عسکر وژل شوي دي.
په اورکزو کې دغه عمليات وروستو له هغې نور هم چټک کړل شوي چې دنيويارک دټائمز سکوائر په پيښه کې دنيول شوي پاکستاني نژاده فيصل شهزاد له لوري وويل شول عسکري تربيت يې په وزيرستان کې ترلاسه کړى دى.
راپورونه وائي دبراک اوباما انتظاميې دپاکستان په حکومت شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو فشار سيوا کړى دى او په دې لړ کې دشورو په ورځ دوه لوړپوړي امريکائي چارواکي دملي سلامتۍ دپاره مشاور جنرال جيمز جونز او داستخباراتي شبکې مشر ليون پينيټا هم پاکستان ته رسيدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG