لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : د فيس بک وروسته په يو ټيوب هم بندیز لگول شوی دی


پاکستان : د فيس بک وروسته په يو ټيوب هم بندیز لگول شوی دی

<!-- IMAGE -->

د پاکستان دلاهور ايالت هائيکورټ په حکم په پاکستان کې دټولنيزو رابطو په ويب سائټ ” فيس بک “ يوه ورځ وړاندې دلگيدلې بندیز نه وروسته دزيارت په ورځ په ټول پاکستان کې دانټرنيټ اسانتياوؤ ورکوونکو ادارو څارنې کوونکې سرکاري ادارې پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارتي ”پی ټي اى “ يو ټيوب پورې رسد هم بند کړى دى.
په يوټيوب دغه بنديز وروستو لۀ هغې لگول شوى دى چې په دغه ويب پاڼه دسپکاوي دخپرو شوؤدموادو دلرې کولوپه اړه د ويب پاڼې چلوونکو څه رقم گام وانه خستو.
يو ټيوب او فيس بک پورې درسد دغه پابندي پي ټي اى تر نامعلومې مودې پورې لگولې ده.
په پاکستان کې موجودو ديوټيوب او فيس بک صارفينو پخلى کړى چې هغوي اوس دغه دواړه ويب پاڼې نۀ شي پرانستلى.
همدغه شان دزيارت په ورځ دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په فيس بک دتوهين نه دډکو خاکو دمقابلې په ضد دمظاهرو لړۍ روانه ده او په دغو مظاهرو کې برخه اخستونکي خلک غوښتنه کوي چې په يو ټيوب او فيس بک دې مکمله پابندي ولگول شي.
ديوې اندازې له مخې په پاکستان کې په لکونو کسان چې پکې زياتره ځوانان دټولنيزو تماسونو دويب سائټ فيس بک او دويډيوي موادو تر ټولو مشهور ويب سائټ يو ټيوب زيات کتونکي دي.
دپاکستان دلاهور ايالتي محکمې تيره ورځ په فيس بک ددې تور له امله ترلنډې مودې دبنديزلگولو امرکړى ؤچې داسلام دسپکاوي په لړکې يې دتوهين څخه دډکوخاکو دخپرولو تابيانيولې وه.

XS
SM
MD
LG