لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :شمالي وزيرستان کې به دعملياتو پريکړه پخپله خوښه کوي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند عبدالباسط وائي په شمالي وزيرستان کې به دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو په اړه پريکړه پاکستان پخپله کوي.
دزيارت په ورځ په خارجه دفتر کې اووۀ نيز پريس بريفنگ ته دوينا په وخت وياند عبدالباسط وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه پاکستان يواځې دخپلې تگلارې په اساس په وړاندې بيائي او په شمالي وزيرستان کې به هم دعملياتو فيصله پخپله کولى شي.
دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دا مهال دامريکا دوه لوړپوړي چارواکي دقومي سلامتۍ مشير جنرال جيمز جونز او دسي ائي اى مشر ليون پينيټا په پاکستان کې لوړپوړو چارواکو سره په ليدنو بوخت دي.
مطبوعاتي راپورونه وائي پاکستان ته ددغو دواړو لوړپوړو امريکائي امنيتي چارواکو دسفر مقصد پاکستاني چارواکو ته داوباما انتظاميې لخوا پيغام رسول دي چې په شمالي وزيرستان کې دپټو ترهه گرو په ضد گامونه پورته کړي.
دبهرنيو چارو ددفتر وياند په دغه پريس بريفنگ کې وويل په ټولنيزه ويب پاڼه فيس بک دسپکاوي څخه دډکو خاکو مقابله دغندنې وړ ده او له دې امله دټولو مسلمانانو زړونو ته ازار رسيدلى دى.
وويل پاکستان دسپکاوي څخه دډکو خاکو غندنه کوي، ملگري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد دغه معامله په غوره توگه هواره کړي.
هغه په ډاگه کړه پاکستان کې دسويډن سفارت خانه تړل شوې وه نۀ ده بلکې دغلته يواځې اولسي چارې اودرول شوي دي.
دبهرنيو چارو ددفتر وياند وويل دهند او پاکستان ترمينځ دبنديانو دپريښودو معامله انساني بڼه لري.
دهغه وينا وه دا مهال دهند په ځندانونو کې 585 پاکستانيان قيد دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG