لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ته په خير راشی - 2003-08-06


که امریکا ته د کار دپاره راځئ او که د سیل دپاره باید ځینې کارونه وکړئ چه سفر مو په خیر تېر شي، او په خوند یې پوه شئ.

اول: داچه خپل کوم بکسونه چه په الوتکه کې راوړئ، هغه مه قلفوئ ځکه چه کېدی شي هغه تلاشي شي.

دوهم: که چا سره کمپیوټر وي، نو د تالاشۍ نه مخکې دې هغه د بکس نه اوباسي.

دریم: که چاته تحفه راوړئ، نو هغه هم په کاغذونو او دسمالونوکې مه تاووئ، ځکه چه هغه هم کېدی شي تالاشي شي.

څلورم: خپل کوم شیان چه د خپل ځان د استعمال دپاره راوړئ، لکه کمره، د کمرې فلم او داسې نور، هغه ټول پخپل لاسي بکس کې په داسې پلاستیکي کڅوړو کې واچوئ چه هرڅه پکې د لیرې نه ښکاري، او دې ته هېڅ حاجت پیدا نشي چه تالاشۍ والا پرې گوتې ووهي.

پنځم: کوښښ وکړئ چه فلزي شیان مو په جېب کې نه وي چه د تالاشۍ (اکسرې) ماشین درباندې چالان نشي او اواز ونه کړي.

شپږم: د سفر په ورځ، میدان ته د وخته لاړ شئ او هلته د خپل سفر ټول معلومات په لاس راوړئ. که څوک کمپیوټر لري، نو په انټرنېټ کې لیدلی شي چه په امریکا کې د الوتکو په میدان کې د امنیت دپاره څه رنگه ترتیبات نیول شوي دي. په انټرنېټ کې پته داده: www.tsatraveltips.us

په انټرنېټ کې په دې پتې لیدلی شئ چه د امریکا د الوتکو په میدانونو کې د امنیت دپاره څه قسم ترتیبات نیول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG