لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

Am I The Only One Who Cares - 2004-04-29


دا زه يوازى به غمونه گالم ؟

جيمى نن شپه څوارلس کلنه سوله

خو مړه يې نه کړل د ښادۍ شمونه

بيا يې له مور سره جگړه کړې وه

قلف يې په ځان پسي کړه خپله خونه

پورته کړکۍ ته سوه د خپلي خوني

لاندي يې لار کى موټرونه کتل

غوږ يې د خپل زړه پر درزا نيولى

او له سپوږمۍ نه يې سوالونه کول

دا زه يوازى به غمونه گالم دا زه يوازى يم مسوله د ځان

که داسى وي نو زه به چاته ورځم چاته به وايم د غمونو داستان

ته راته ووايه سپوږمۍ دا څه دي اوس خو يوازى زه او ته يو سره

لا به تر څو درته حالونه وايم

څو به د زړونو په خواله يو سره

سپوږمۍ ويله جيمى غوږ ونيسه

نه اورې ته دخپل زړگي ږغونه ؟

ته وا تنها يې په کړکۍ کى ناسته

درته يوازى دى دا کور او خونه

نجلۍ پر زړه دى يو څه زور راوله

د عقل پام د زړه تر کور راوله

مخکى له دې چى زه روانه سمه

پوه سه چى ستا له دروازې دباندى

په انتظارولاړه ښځه وينم

هلته حيرانه د کړکۍ د لاندى

هغه په زړه کى کلمات لټوى

چى درته وسپړي د زړه رازونه

چى څومره مينه دى په زړه کى لرى

چى په سينه کى دى پالي غمونه

په دې د نيا کى ته يوازى نه يې

چى په يوه سر به غمونه گالې

او زه يوازى ستا ملگرې نه يم

چى راته هر وخت به دردونه سپړې

گوره نجلۍ دا زما خبره واوره

چى دلته زه او ته يوازى نه يو

مورکۍ دي تل وي ستا په غم نيولې

نه چى دې غم ته تنها زه او ته يو

جيمى کرار په غوږو اورېدله

مورکۍ يې ورو ورو دروازه ټکول

نورتاسى ماته ضرورت نه لرۍ

سپوږمۍ مسکۍ سوه په ورو ورو يې ويل

اوس درته زه يوازى پاته نه يم

چى به د زړه راته زخمونه سپړۍ

مامى خپل پور دى ادا کړى ځمه

تاسي به خپل د ژوند بندونه تړۍ

او دا يوازى زه در پاته نه يم

چى به پالم ستاسى اوږده دردونه

اوس تاسى دواړى سۍ جوړه رواني

پر اوږو واخلۍ د ژوندون بارونه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG