لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماموران هغه رپوټونه مازی آوازی گڼی چې وائې، انتخابات به بیا وځنډول شی  - 2004-07-03


د انتخاباتو د چارو د ملگروملتونو او افغان ماموران په گډه داخبره کوی چې تراوسه پوری دانتخاباتو دنهائې نیټی په باره کې فیصله نده شوی . ددغې ادارې نطاق محمد اعظم امریکا غږ ته وویل چې دوی تراوسه پوری د حکومت او سیاسی گوندونوسره په تما س کې دی . د انتخاباتو د قانون په اساس د انتخاباتو دنیټی د اعلانولو نه دمخه د انتخاباتو د چارودادارې مامورانو ته پکار دی چې د حکومت او د هغو سیاسی گوندونو سره تماس ونیسی چې نومونه ئې ثبت کړی دی او ځکه موږ اوس دغه کار کوو . ټاکل شوی وه چې انتخابات باید د جون په میا شت کې شوی وای مگر دطالبانو د پرزول شوی رژیم د پاته کسانو د ټیټی سطحی دبغاوت په علت دغه انتخابات د سیپټبر تر میاشتی پوری وځنډول شول . دانتخاباتو د قانون په اساس مخکې لدی نه چې رائې ورکوونکی انتخاباتی حوزو ته لاړی شی ،دهغې نه نوی ‏(‎٩٠ ‏)‎ ورځی دمخه باید د رائې اچولو نیټه وټاکل شی . ښا غلئ محمد اعظم وائې، په دغو تماسونو کې امنیتی وضع، د ملیشو د بی وسلی کولو مبارزی او مالی حالت ته ډیره پاملرنه کیږی . ترڅو پوری چې دغه مسائل حل شوی نوی ترهغې پوری د انتخاباتو نیټه نشی ټاکل کیدای . موږ تراوسه پوری یوې مشخصی نتیجی ته نه یو رسیدلی او کله چې فیصلی ته ورسیدلو نو موږ به په خاصووسیلوبه افغان ملت او نړۍ خبره کړو . ځینی نور افغان ماموران بیا وائې،د سیپټمبر دیرشمه ‏(‎٣٠‏)‎ نیټه د انتخاباتو نیټه پیشنهاد شویده . په کابل کې د ملگرو ملتونو مامورانو ویلی چې د انتخاباتو بل ځنډ باید د یوې مهمی پیښی په څیر ونه گڼل شی . د طالبانو د پرزول شوی رژیم پاتی کسانو ژمنه کړیده چې انتخابات به گډوډ و ی او وائې چې ددی انتخاباتو مقصد په کابل کې د امریکا د طرفدار حکومت تقویه کول دی . د طالبانو پیروان په خارجی او حکومتی عسکرو باندی حملی کوی . دوی پدی وروستیو وختو کې د انتخاباتو د چارو په مامورانو او هغو کسانوباندی حملی کړیدی چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ئې نومونه لیکلی دی . پدغو حملو کې په لسگونو کسه وژل شویدی . ددغو حملو سره سره ، دافغانستان جمهور رئیس حامد کرزی او د امریکا په مشری ائتلاف څوځلی دا ژمنه کړیده چې انتخابات باید د سیپټبر په میاشت کې وشی . څه د پاسه تقریبآ شپیته زره ‏(‎٦٠٠٠٠ ‏)‎ خارجی او محلی امنیتی قواوی باید په انتخاباتی حوزو کې ځای په ځای شی چې کاندیدان او رائې اچوونکی وژغوری . څه دپاسه نهه عشاریه پنځه ‏میلونه کسه د رائې اچولو مستحق دی .ددی جملی نه نیمائې کسانو ئې نومونه لیکلی دی . ماموران وائې، هره ورځ ١٢٥ زره کسان خپل نومونه لیکی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG