لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یاغی طالبانو په مرکزی افغانستان کی په یوې ولسوالۍ باندی حمله کړې  - 2004-07-03


یاغی طالبانو په مرکزی افغانستان کی په یوې ولسوالۍ باندی حمله کړې درې ملکی کسان یې وژلي او لږ تر لږه دوه افغان عسکر یې زخمی کړی دي . د روزگان د ولایت ددهراوت ولسوال حامد جان چی دا حمله دده په ولسوالۍ باندی شوې ژورنالیستانو ته وویل یاغیانو نن د جمعې د ورځي په وختی سهار کی دا حمله وکړه او په هغې کی یې راکټونه او توپک استعمال کړی دي . د طالبانو یوه نطاق وویل چی دا حمله دوی کړې ده . د افغانستان د پخوانیو طالبانو واکمنانو گواښ کړی چی د ملی انتخاباتو نه مخکی به چی د سیپټامبر په میاشت کی کیدونکي دي امنیت گډ وډ کړی . یاغیانو د مرستو رسولو په کارکونکو ، د انتخاباتو په کار کونکو او هغو افغانانو باندی حملې کړي چی په دغو انتخاباتو کی د گډون کولو د پاره یې نومونه ثبت کړي دي . د امریکا په مشری قواوو د افغانستان په جنوب او ختیځ کی په طالبانو او د القاعده په پاته غړو باندی پراخ عملیات پیل کړی دي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG