لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په یو مرکز باندی ‏حمله  - 2004-07-06


افغان ماموران وایی مشکوکو طالب جنگیالیو د قندهار په ولایت کی د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په یو مرکز باندی ‏حمله کړیده. د ملی انتخاباتو د گډوډولو دپاره، چه ددی کال په وروسستیو میاشتو کی کیږی ، د حملو د لړۍ په دې تازه پیښه کی، یو کس زخمی شوی دی. دغو مامورینو وویل، دا پیښه پرون ناوخته د پنجوایی په ولسوالۍ کی وشوه چه یو وخت ، یعنی څه باندی دوه کاله پخوا، د امریکا په رهبرۍ په نظامی عملیاتو کی د طالبانو د نظام د ړنگیدو نه مخکی طالبان پکی وو. په افغانستان کی چه د انتخاباتو په درشل کی دی د ناکراریو، یوه څپه راغلی ده. د طالبانو جنگیالیو گواښ کړیدی چه رای گیرۍ به اخلال کړی. د انتخابتو د چارو په مامورانو او په هغو کسانو باندی چه درایو ورکولو کارتونه یی اخستی دی، د وروستیو حملو ملامتی هم په همدغو طالبانو اچول شویده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG