لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښاغلى کرزئ واى ، دافغانستان لپاره لوی خطر شخصی ملیشی دی،  نه یاغی طالبان - 2004-07-13


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وائې،دهیواد ترټولو لوی خطر اوس شخصی ملیشی دی نه یاغی طالبان . ښا غلی کرزی په هغه مرکه کې چې د نیویارک ټائمز د ورځپاڼې سره ئې کړی،وویل، د ملیشو دبی وسلی کولو لپاره نوی اقدام ضرور دی . ورځپاڼه وائې، دشپیتوزرو وسله والو ملیشونه یوازی لس زره ملیشی دهغه پروگرام له مخی چې د دا رنگه ډلو د بی وسلی کولو لپاره جوړشویدی ،بی وسلی شویدی .دبی وسلی کولو کارپدی وروستیو میاشتو کې پیل شویدی . په داسی حال کې چې یاغیان دانتخاباتو دچارو پرمامورانو اوهغو کسانو باندی حملی کوی چې د رائې اچولو لپاره نومونه لیکلی دی،دامنیتی دلائلو له کبله افغانستان مجبور شو چې دجمهوری ریاست او پارلمانی انتخابات وځنډوی . جمهوررئیس کرزی وائې، آزادو اوعادلانه انتخاباتو اوس اساسی گواښ شخصی ملیشو مخامخ کړیدی . ملگری ملتونه،ناټو او دامریکا په مشری ائتلاف دانتخاباتو لپاره امنیت برابروی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG