لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند دجنوبی برخی تمیل نادو په یوه ښوونځی کی اور لگیدلی چه پکى اویا تنه ماشومان  وژل شوی دی  - 2004-07-16


د هند دجنوبی برخی تمیل نادو په یوه ښوونځی کی سخت اور لگیدلی چه لږ تر لږه اویا تنه ماشومان پکی وژل شوی او ډیر زیات شمیر نور ټپیان شوی دی . دا پیښه نن د جمهی په ورځ د کومباکونم په ښار کی چه دری سوه پنځوس کیلومتره دمدراس جنوب غرب کی پروت دی وشوه . محلی مامورین وایی داطفایی کارکونکو اور مړ کړ او ټپی ماشومان روغتونونو ته ورسول شول . دوی وایی د مړو شمیر ښایی زیات شی پدی ښوونځی کی نهه سوه ماشومان چه عمر یی د شپږو نه یولسو کالو پوری رسیږی زده کړی تر لاسه کوی . مامورین وایی دا اور ددی ښوونځی په پخلنځی کی پیل شو او ډیر ژر ددی دری پوړنیز ښوونځی نورو برخو ته هم خپور شو. ددی پیښی په باب به یو هیات تحقیقات پیل کی تر څو ددی پیښی دعلت چه اوس یی یوازی یوه حادثه بلل شوی پته ولگوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG