لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند دکانگرس د پارتی مشری ، د ایدز د مرض په مقابل کی د مبارزى ژمنه وکړه - 2004-07-16


د هند دکانگرس پارتی مشری ژمنه وکړه چه په خپل هیواد کی به د ایدز د مرض په مقابل کی تر خپل وسی سخته مبارزه وکی .میرمن سونیا گاندی نن په هانگ کانگ کی د ایدز په نړیوال کانفرانس کی د وینا په ترڅ کی وویل چه هند پوخ عزم لری چه همداشانی یی چه په تیره لسیزه کی د کوی مرض له ریښی وباسه او له منځه یی یووړ د‏(‎ ایدز‏)‎‏ او‏(‎ اچ ای وی‏)‎ مرض به هم ختم کی. میرمن گاندی وویل هند نوی حکومت داسی فکر نکوی چه د ایدز مرض ته په پاملرنی سره به نور امراض لکه ملریا او توبرکلوز له پامه وغورځیږی. په هند کی د اچ ای وی پنځه ملیونه قضیی موجودی دی چه په نړی کی ددی خطر سره مخامخ دوهم هیواد دی چه پکی پدی مرض تر ټولو زیات شمیر اخته کسان ژوند کوی . ماهران خبر داری ورکوی چه که د هند حکومت ددی مرض سره کلکه مبارزه پیل نکی او مخه یی څنگه چی لازمه ده ونه نیسی نو دا شمیر په ډیر کم وخت کی اوچتیدای شی. منتقدین وایی چه د هند پخوانی دولت د ایدز سره د مبارزی په برخه کی کم کار کړی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG