لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملا محمد عمر اوښی ملا امان الله ونیول شو  - 2004-07-20


د افغانستان امنیتی قواو د ملا محمد عمر اوښی ملا امان الله نیولی دی . هغه ننن په داسی وخت کی ونیول شو چی د ملا عمر په اصلی ښارگوټی ‏(‎ دهراووت ‏)‎ کی یی موټر چلاوه. پولیسو اسوشیتد پرس خبری اژانس ته وویل چه ملا امان الله په هغو قواو باندی ډزی وکړی چی دده موټر یی ودراوه او د پولیسو یو قوماندان یی وواژه . دا نده معلومه چی ښاغلی امان الله د طالبانو د رژیم په وخت کی څه نقش درلود او دا چی په دی حاضر وخت کی هغه د ملا عمر سره په تماس کی و او که نه . خپله ملا محمد عمر د یو دپاسه دوه زرم کال د نومبر د میاشتی نه را پدی خوا کله چی طالبان د کابل نه ووتل پټ دی او د هغه په حال هیڅوک ندی خبر .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG