لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديارلس کلنه  نجلۍ فاطمه جاپان ته رسیدلې چی ډاکټران یې د سر نه مردک را وباسی  - 2004-07-22


یوه دیارلس کلنه افغان نجلۍ فاطمه سفر جاپان ته رسیدلې چی ډاکټران یې د جراحی عملیات وکړی او د سر نه یې مردک را وباسی . په ١٩٩٦ کال کی کله چی په کابل کی ددوی کورته نژدې د توپکو جگړه روانه وه د هوا نه د توپک یو مردک د هغې په سر ولگید او افغان ډاکټرانو ونه شو کړای چی دغه مردک د هغې د ککرۍ نه را وباسی . فاطمه په دې ټولو کلونو کی په سخته سردردی اخته ده . د جاپان یوې خیریه مؤسسې چی په آسیاکی د جگړو د یتیمانو د پاره د مرستو مؤسسه نومیږی ، ددغی نجلۍ د علاج د پاره٣٦٠٠٠ ډالره د مرستو او اعانو له لاری را غونډ کړی دي . ویل کیږی د هغې جراحی عملیات به ددې میاشتی په پای کی وشی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG