لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند او پاکستان ترمنځ په ویزه کې آسانتیاوی - 2004-08-03


ماموران وائې، ددغو دو ورځنیو خبرو هدف دهند او پاکستان ترمنځ په ویزه کې آسانتیاوی راوستل دی چې ددغو دواړو هیوادونو خلک وکړای شی په آزاده توگه دیو بل ملک ته سفرونه وکړی. ددوی په اجنډا کې د سمندری سرحداتو اوکولتوری ورکړی راکړی موضوعات هم شامل دی چې په پاکستان کې د هندی فلمونو ښودل هم پکې راځی .

ځینی سیاسی څارونکی وائې، دغه خبری به چې نن پیل شویدی، ددواړو هیوادونو تر منځ په موجوده جنجال باندی دومره تاثیر ونکړی. دغه جنجال د کشمیر په سر دی چې هره خوا د ټول کشمیر ادعا لری .

هند په پاکستان تور لگوی چې د هغو مسلمان افراطیانو ملاتړ کوی چې دا پنځلس کاله کیږی په هندی کشمیر کی جنگیږی . سره لدی چې پاکستان دا تورونه ردوی خو بیا هم پدی کې شک دی چې گنی پاکستان دی ددغه ملاتړ نه لاس اخیستی وی .

سیاسی څارونکی برهما چیلانی چې په نوی ډیلی کې د پالیسی د څیړنی په مرکز کې کار کوی، وائې: کله چې زه هند ته له پاکستان له خوا نه د افراطې وسله والو کسانو اوښتلو ته او همدغه راز د کشمیر په ناوه کې دوامدار تاوترېخوالی ته وگورم نو واقعآ زه پدی برخه کې دومره خوشبینه نه یم . ښا غلې چیلانی وویل ،پدی وروستیو وختو کې چې کوم تاوتریخوالی پیښ شویدی نو دهغې نه داسی نخښی نښانی څرگندیږی چې یاغیانو ته په دوامداره توگه له پاکستان نه مرسته رسیږی . ښاغلې چیلانی وویل، د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د سیپټمبر په میاشت کې غونډه کوی او دا به ډیری مهمی خبری وی . د سیپټبر په غونډه کې به د کشمیر د موضوع په باب خبری وشی .

هند او پاکستان دواړه اتمی وسلی لری . دوی د کشمیر په سر دوه جنگونه کړیدی او دیو دپاسه په دوه زرم کال کې دریم جنگ ته نژدی شوی ؤاو ددواړو هیوادونو ترمنځ تگ راتگ او کولتوری تبادله بنده شوی وه . مگر د دواړو ملکونو مشرانو د جنوری په میاشت کې موافقه وکړه چې د سولی دخبرو کوښښو نه دی بیا پیل شې نو دهغې نه راپدی خوا د هند او پاکستان روابط ښه شویدی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG