لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سریلانکا کی د امریکا سفارت بیرته پرانیستل شو - 2004-08-13


په سریلانکا کی د امریکا د سفارت نطاق کریس لانگ وایی دئ په دې نه پوهیږی چی دغه پاکټ چی سپین پوډر یې درلودل چا ورلیږلی و مگر وروسته دا معلومه سوه چی دا پوډر خطرناکه نه وو :

‏«‎ موږ هغه پوډر چی په پاکټ کی ایښودل شوي وو معاینه کړل او دا معلومه سوه چی هغه زهری نه وو او ځکه نو خپل سفارت ددوشنبې په ورځ بیا پرانیزو .‏»‎

ښاغلئ لانگ وایی دئ هیله لری چی ددې پېښی تحقیقات به وشی ، مگر هغه وویل چی په دې باب څه نه شی ویلای چی دا تحقیقات به امریکایی مقامات وکړی او که سریلانکایی . ددې سفارت کارکونکي د سی شنبې په ورځ وروسته له هغه رخصت شول او سفارت او هغه ته نژدې د مرستو رسولو یو دفتر وتړل شو چی دا پاکټ پیدا سو او مامورینو فکر وکړ چی په کی به د انترکس وژونکي پوډروی چی د انترکس ناروغی خپروی . په ٢٠٠١ کال کی کله چی په امریکا کی د انترکس پوډر یو څو حکومتی او مطبوعاتی دفترونو ته ولیږل سول نو د هغو په خپریدو سره پنځه کسه مړه سول چی دا پېښه تر اوسه لا همداسی ناحله پاته ده . په سریلانکا کی د امریکا سفارت تقریبا یوه هفته وروسته له هغه وتړل سو چی د هند په پایتخت نوي ډهلي کی هم د امریکا سفارت د امنیتی ملحوظاتو په وجه تړل سوی و. ددې گواښونو په باب مقاماتو تفصیلات نه و ورکړي . مگر محلی مطبوعاتو وویل چی دا کار په پاکستان او برتانیه کی د القاعده د څه د پاسه ٢۴ مشکوکو غړو د نیولو په وجه سوی دی . ددغو خلکو د نیولونه وروسته چی کوم اطلاعات د هغوی نه ترلاسه سول ، د نړۍ په بېلو بېلو ښارونو کی د امنیت د ساتلو خبر داری ورکړه سو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG