لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزئ وایی که د جمهوری ریاست انتخابات وگټی نو په حکومت کی به یې  استفادې لټونکي ډلي ځای ونه لری - 2004-08-17


د افغانستان د انتقالی دولت رئیس حامد کرزئ وایی که د اکتوبر په میاشت کی د جمهوری ریاست انتخابات وگټی نو په حکومت کی به یې هغه استفادې لټونکي ډلي ځای ونه لری چی د دې اوسني حکومت د اجرااتو د مخنیوی ملامتی ور په غاړه ده . ښاغلي کرزي په هغه مرکه کی چی د برتانیې د فایننشیل ټایمز د ورځپاڼي په ننۍ گڼه کی خپره شوې ویلی دي چی دده په نوي حکومت کی به د انفرادي اشخاصو پروگرامونه ځای ونه لری ، او یواځی یوه موضوع یا آجندا به ولری چی هغه د افغانستان د پرختگ آجندا ده . هغه وویل دا ده ته یوه ډیره سخته فیصله وه چی ددفاع وزیر محمد فهیم د خپل آینده مرستیال په توگه ونه نیسی . ځکه چی هغه د اصلاحاتو دلاری خنډ و . د ښاغلي کرزي له خوا چی د تاجکو د مشر مرحوم احمد شاه مسعود ورور احمد ضیا مسعود د خپل آینده مرستیال په توگه غوره شو نو دا کار د هغه سیاسی جرات او زړه ورتیا ښئی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG