لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرزي د استعفا غوښتنه - 2004-08-18


په افغانستان کی دجمهوری ریاست د مقام دپاره ټولواوه لسو کاندیدانو گواښ کړی دی چی که دانتقالی دولت ریس حامد کرزی په یوه هفته کی استعفی ونه کړی نو دوی به له انتخاباتو سره پر مقاطعه باندی غور وکړي. د فرانسې خبر ی اژانس رپوټ ورکوی چی د جمهوری ریاست د مقام دپاره کاندیدانو پر ښاغلي کرزي باند ی تور ولگاوه چی د انتخاباتی مبارزې دپاره د حکومتی منابعو څخه په خپله گټه استفاده کوی. دغو کاندیدانو دا تور په داسی وخت کی ولگاوه چی ښاغلي کرزي نن د افغانستان د استقلال ورځ ولمانځله او په ټلوېزیون کی یې په خپله وینا کی د انتخاباتو داپره د خلکو د زیاتو خلکو دنومونو د ثبتولو د جریان ستاینه وکړه. ده دغه راز پر گاونډیو هیوادونو باندی ږغ وکړ چی توندروان افغانستان ته له داخلېدلو او د رایه گیری دجریان له مختلولو څخه منع کړی. ښاغلی کرزي وویل بین المللی قواوی او ملگری ملتونه به کوښښ وکړي چی د جمهوری ریاست دپاره انتخابات په مصونه طریقه بشپړ شی. د افغانستان په ځینو سیمو کی بې ثباتیو د انتخاباتو په جریان کی د امنیت په برخه کی اندېښنې پیدا کړي دی. د انتخاباتو یو شمېر کارکونکي د خلکو دنومونو د ثبتولو په جریان کی وژل سوي دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG