لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت دالقاعده لس تنه  ترورستان  نیولی دی - 2004-08-22


د پاکستان حکومت دالقاعده لس تنه هغه ترورستان نیولی چې غوښتل ېی د پاکستان په مختلفو سیمو او دامریکې په سفارت حملې وکړی. د پاکستان داطلاعاتو وزیر شیخ رشید احمد په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې دغه کسان تیره هفته د پاکستان په مختلفو سیمو کې نیول شوی دی. ښاغلی احمد ویلی چې په نیول شوو کسانو څوتنه مصریان شامل دی چې غوښتل ېی د پاکستان د جمهور رئیس پرویز مشرف په استوگنځی او نظامی مرکز باندې حمله وکړی. پاکستانی مقاماتو دغه کسان د هغو معلومات له مخې نیولی چې دیو شمیر کسانو نه چې پخوا ېی نیولی وه معلومات ورکړی دی. د شنبې په ورځ پاکستانی عسکرو د افغانستان سرحد ته نژدی د وزیرستان د شکی په سیمه باندې چې ویل کیږی د القاعده یو شمیر هلته پټ دی حمله وکړه . پاکستان چې د ترورزم په په ضد د امریکا لوی انډیوال دی د القاعده او طالبانو په غړو پسی چې په سرحدی سیمو کې گرزی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG