لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په آتن کې د اولمپیک لوبی - 2004-08-22


په آتن کې د اولمپیک لوبی پرون هم په داسې حال کې دوام درلود چې په لامبو او وزن جگولو کې زیات بری تر لاسه شو. په جمانستیک یو لړ غلطی وشوې. په څلور سوه متری لامبو کې د امریکا ټیم بری وگاټه. دوی له درې دقیقو او دیرش عشاریه ٦٨ ثانیو سره رکاټ مات کړ. ایرون پرسل د شاه په لامبو کې او د آسترالیا د ښځو لوبغاړو بری تر لاسه کړ. له سویډن نه کیرولینا کلف د ښځو په لوبو کې بری تر لاسه کړ او د ١٩٨٨ کا د اولمپیک جهانی ریکاټ ېی مات کړ. د ښځو په وزن جگولو کې د چین ټانگ گوهانگ ٣٠٥ کیلوگرامه وزن جگ کړ. د گرجستان وزن بردار ٣٨٢ عشاریه پنځه کیلوگرام وزن جگولو سره دیونان وزن بردار ته ماته ورکړه. د جمناستیک په لوبو کې د جنوبی کوریا لوبغاړی ادعا وکړه چې امریکاېی پال هام ته ېی ماته ورکړه خو دهغه دغه ادعا و نه منل شوه او لومړی نتیجه د اعتبار وړ وبلل شوه. اوس امریکا د سرو زرو ١٩ مدالونه او چېن ١٨ گټلی مډالونه دی. امریکا ټول ټال ۴١ مډاله روسېی ٣٣ مډاله گټلی او له هغوی وروسته آسترالیا، جرمنی اوجاپان زیات مډالونه گټلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG